ننګرهار کې د یوې زړې سرګلولې چاودنې له امله اته ماشومان وژل شوي

د خپرېدو وخت

د افغانستان ختیځ ولایت ننګرهار کې طالب چارواکي وايي لعل پورې ولسوالۍ کې د یوې زړې سرګلولې د چاودنې له امله د یوه ښونځي مخې ته اته ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د ننګرهار د لعل پورې ولسوالۍ طالب ولسوال قاري ابوبکر د پیښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، د خوراکي توکو یوه پلورونکي ماشوم په کباړ کې ترلاسه شوې زړه مرمۍ ټکولې، چې له کبله یې چاودنه شوې او اته ماشومان وژل شوي دي.

دا پېښه د دوشنبې پر ورځ ګهیځ مهال د لعلپورې ولسوالۍ د یوه ښونځي مخې ته شوې.

عیني شاهدان وايي، یوه ماشوم چې له بلې سیمې هلته ورغلی و او د ماشومانو لپاره یې د کباړ بدل کې خوراکي توکي پلورل، د یوې زړې سرګلولې د ترلاسه کولو پر وخت پرې چاودنه شوې.

ځمکني ماينونه او ناچاودیدلې مرمۍ په افغانستان کې هر کال ګڼ ولسي وګړي وژني او يا يې هم معلولوي.

دا ناچاودیدلي توکي چې پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل له کلونو پاتې دي، لا تر اوسه ټول نه دې پاک شوي.

د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرام پېل شو.

د رسمي شمېرو له مخې له ۱۹۸۹ کال راهیسې تر ۲۰۱۹ پورې په افغانستان کې تر ۲۵۰۰ کلېومتره مربع ډېره ځمکه له ماینونو او ناچاودېدلو توکو پاکه شوې، خو په ځینې سیمو کې لا هم دغه خطرناک توکي په ناچاودیدلي توکي پاتې دي، چې د خونړیو پېښو لامل کېږي.