عمر داودزی: داسې نه ښکاري چې طالبان دې د اصلاحاتو نیت او توان ولري

د پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار او د کورنیو چارو پخواني وزیر عمر داودزي ویلي، داسې نښې نشته چې طالبان دې خپلو کړنو کې د اصلاحاتو نیت یا توان ولري.
نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، داسې نه ښکاري چې طالبان دې د بشري حقونو، ټولشمولیت، ازادیو او اړیکو برخه کې هغه اصلاحات راوستلی شي چې تمه ورنه کېږي.
عمر داودزی د سولې په چارو کې هم د پخواني افغان ولسمشر یو مهم سلاکار او استازی پاتې شوی او تېرو څو کالو کې یې د افغان سولې بهیر لړ کې له طالبانو سره هم مذاکرات کړي وو.
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په کور دننه یو شمېر افغان سیاستوال او بهرني مشران بیا بیا پر طالبانو غږ کوي چې باید خپلې کړنلارې سمې کړي.
خو ښاغلی داودزی وایي، ځمکني حقایق بل ډول دي. نوموړي پر ټوېټر لیکلي: "تحربه موږ ته راښیي چې پالیسي بدلېدلی شي، خو ایدیالوژي نشي بدلیدلی".
دا مهال پر طالبانو تر ټولو لویه نیوکه دا ده چې د ښځو د کار او د نجونو د زدکړو مخه یې نیولې او د وګړو شخصي ازادۍ یې تر پښو لاندې کړې دي.
نړیواله ټولنه همدا راز نیوکه کوي چې د طالبانو اوسنی حکومت ټولشموله نه دی او ډېری مشران یې غیر مسلکي، د یو قام وګړي او طالبانو پورې اړوند کسان دي.
پر دې ډلې همدا راز تور لګول کېږي چې د عمومي عفوې له اعلان سره سره یې صحرایي محاکمو کې د پخواني حکومت او امنیتي ادارو کسان په نښه کړي او وژلي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
خو طالبان دا ټول تورونه ردوي او وایي، بهرنیان باید د افغانستان کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.
یاده ډله ټینګار کوي چې د نوې تعلیمي پالیسۍ چمتو کېدو اود مناسب شرایطو برابرېدو وروسته به نجونو ته د ثانوي زدکړو اجازه ورکړي، خو تر هغه به په کور ناستې وي.
طالبان همدا راز ټینګار کوي چې اوسنی حکومت یې ټولشموله دی او د ټولو قامونو وګړي پکې برخه لري.
یاده ډله پر ځان د هدفي وژنو او صحرایي محاکمو تورونه هم ردوي او وایي، د عمومي عفوې ژمنه پلې کېږي، او که څوک له دې امر سرغړونه کوي نو حسان به ورسره کېږي.
خو تازه د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن ويلي که طالبان غواړي نړيوال يې په رسميت وپېژني بايد په خپلو تګلارو کې اصلاح او سمون رامنځ ته کړي.
نوموړي ویلي، پر طالبانو به بندیزونه ترهغه پر ځای وي ترڅو هغوې د نړیوالې ټولنې سپارښتنې چې بشري حقونه، د افرادو ازادي، د غچ اخیستونکو بریدونو مخنیوی او افراطیت سره مبارزه ده، پر ځای کړي.
یاده دې وي چې د نړۍ هېڅ هېواد تر دې دمه افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، او ملګرو ملتونو هم میاشت وړاندې د دې ډلې استازي ته عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان څوکۍ ورنکړه.



















