رینا امیري د افغان نجونو او ښځو چارو لپاره د امریکا ځانګړې استازې ونومول شوه

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزارت، رینا امیري د بشري حقونو، افغان ښځو او نجونو لپاره د ځانګړې استازې په توګه ټاکلې ده.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د بهرنیو چار وزیر انتوني بلېنکن له قوله ویل شوي، رینا امیري د افغانستان په اړه مسایلوپه برخه کې، بهرنیو چار وزارت، حکومتونو، ملګرو ملتونو او د سولې سازمانو ته د مشورې ورکولو اوږده تجربه لري.
په اعلامیه کې ویل شوي، د بشري حقونو، د ښځو، نجونو او ټولو زیانمنونکو خلکو د بنسټیزې ازادۍ حقونو لړ کې د امریکا لپاره د نوموړې فعالیت خورا مهم دی.
ښاغلی بلېنکن وايي، امریکا یو سوله ییز، باثباته او او خوندي افغانستان غواړي چې ټول افغانان پکې له سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو حقونو برخمن وي، او اغلې امیري به دې لړ کې فعالیت وکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر په خپل وزارت کې یوه تجربه لرونکې کارکوونکې سټیفني فاسټر د افغان ښځو او نجونو بیا مېشت کېدو چارو کې د مشرې سلاکارې په توګه ګومارلې ده.
د اغلې امیري دنده د ښځو چارو لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت نوې مشرې سلاکارې سټیفني فوسټر سره په شریکه د افغانانو بیا مېشت کولو چارو همغږي کول بلل شوي دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په دې هکله یوه ټویټر پیغام کې ویلي:
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د ځانګړې استازې په توګه د رینا امیري بېرته راتګ هرکلی کوم. رینا له ځان سره له دوو لسیزو د زیاتې مودې تجربه او تخصص راوړي چې د یوه سوله ییز، باثباته او خوندي افغانستان لپاره به زموږ د هلو ځلو پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
افغان الاصله رینا امیري له دې مخکې د مخکیني ولسمشر باراک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال هم د امریکا بهرنیو چارو له وزارت سره د سلاکارې په توګه دنده تر سره کړې.
نوموړې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازې د سلاکارې دنده درلوده.
اغلې امیري د امریکا پوهنتونونو کې د تدریس برخه کې فعالیتونه درلودل او له څېړنیزو مرکزونو سره یې هم د دیپلوماتیکو سلا مشورو ورکولو دنده درلوده.
امریکا داسې مهال د افغان ښځو او نجونو لپاره ځانګړې استازې نومي چې د طالبانو په چارسمبالې کابينه کې د ښځو وزارت لېري کړل شوی، د امر بالمعروف والنهی عن المنکر په نامه نوی وزارت رامنځته شوی او د متوسطه ښوونځیو دروازې د افغان نجونو پر مخ تړل شوې دي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د پلازمېنې کابل په ګډون ځینو سیمو کې د طالبانو ضد لاریونونه شوي، د دې لاریونونو ډېره برخه د ښځو له خوا تنظیم شوې وې او دوی د کار او زدکړې حق غوښتنه کوله.



















