هند حکومت د مدر ټرېسا خیریه ټولنې مرستو جواز له تمدیدولو انکار کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
هند حکومت په دغه هېواد کې د مدر ټرېسا خیریه ټولنې لپاره د بهرنیو مرستو ترلاسه کولو جواز له تمدید کولو انکار کړی.
د دې خیریه ټولنې زرګونه راهبانې د بې کوره کسانو پالنې مرکزونو، ښوونځیو او کلینیکونو په ګډون د خیریه چارو پروژو سرپرستي کوي.
د کرسمس پر ورځ د هند کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، د دې خیریه ټولنې جواز یې د 'نامطلوب عاید ' له کبله نه دی نوی کړی.
سخت دریځي هندوان له اوږدې مودې راهیسې پر دې خیریه ټولنه تور پورې کوي چې د خپلو پروګرامونو له لارې ځايی خلک عیسیویت ته اړوي.
خو خیریه ټولنه دا تورونه ردوي.
یادې خیریه ټولنې د دوشنبې پر ورځ یوه اعلامیه کې تایید کړې چې د جواز نوي کولو عریضه یې رد شوې ده.
اعلامیه کې ویل شوي، د 'موضوع د حل کېدو تر مهاله ' به د بهرنیو مرستو حسابونه غیر فعال ساتي.
له دې مخکې د لویدیځ بنګال پر اعلې وزیره ممتا بنرجي له هغه وروسته نیوکې وشوې، چې په یوه ټویټر پیغام کې یې وویل، د یادې خیریه ټولنې بانکي حسابونه کنګل شوي دي.
د لومړي وزیر نرېندرا مودي حکومت په هند کې د خیریه بنسټونو او ټولنو لپاره د بهرنیو مرستو کمولو هڅې کوي.
تېر کال دې لړ کې د بندیزونو له مخې د ګرین پیس او بښنې نړیوال سازمان اړوند بانکي حسابونو کنګل شوي وو.
دغه خیریه ټولنه په ۱۹۵۰ کال کې یوې رومن کاتولیک راهبې مدر ټرېسا د هند په کولکته کې چې هغه مهال کلکته نومېد، تاسیس کړه چې له خپل هېواد مقدونیا نه هند ته تللې وه.
مدرټرېسا ته ۱۹۷۹ کال کې د خیریه فعالیت له کبله د سولې نوبل جایزه ورکړل شوه او له مرګه ۱۹ کاله وروسته د عسیویان مذهبي مشر پاپ فرانسس په ۲۰۱۶ کال کې د عیسوي مذهبي مشر سنټ په توګه اعلان شوه.


















