دوحه کې د طالبانو او اروپايي استازو ترمنځ خبرې ختمې شوې

د خپرېدو وخت

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او ورسره مل پلاوي یې یکشنبه دوحه کې د اروپایي ټولنې استازو سره خپلې دوه ورځنۍ مخامخ خبرې بشپړې کړې.

د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي تامس نېکلسن په دې خبرو کې د یادې ټولنې د پلاوي مشري کوله.

ښاغلی متقي ویلي، په دې خبرو کې، چې د شنبې پر ورځ پیل شوې وې، پر اقتصادي همکارۍ، بشري مرستو او ګڼو نورو موضوعاتو بحث وشو.

ټاکل شوې ده چې د دوشنبې پر ورځ به د طالبانو پلاوی د امریکا له ځانګړي استازي سره هم مخامخ خبرې وکړي.

امیر خان متقي په یوه غږیز پيغام کې ویلي، اروپایي استازو سره یې خبرې ګټورې وې او هیله لري چې مثبتې پایلې به ولري.

نوموړي زیاته کړې، دواړو لوریو هوکړه کړې ده چې په راتلونکي کې به هم دا ډول ناستو او مخامخ خبرو ته دوام ورکوي.

د طالبانو او اروپایي ټولنې استازو د خبرو په وروستي پړاو کې د کوربه هېواد قطر ځینو چارواکو هم ګډون کړی و.

د دوشنبې پر ورځ به له طالبانو سره په خبرو کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازی ټام ویسټ به د امریکايي پلاوي مشري کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ڼېټ پرایس ویلي دې کتنه کې به د ترهګرۍ ضد مبارزې، له افغانستانه د امریکايي وګړو او نورو پر خوندي ایستنې، له افغانستان سره پر بشري مرستو او د دې هېواد د اقتصادي وضعیت په اړه خبرې وشي.

د بشري حقونو او په تېره بیا د ښځو تعلیم او کار حق ته پام کول، ټولشموله حکومت او له ترهګرۍ سره مبارزه د نړیوالې ټولنې له مهمو غوښتنو دي چې له طالبانو یې لري.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان په څو برخو کې د پرمختګ خبره کوي او څو چارواکو یې اوسنی حکومت ټولشموله بللی دی.

یاده ډله همدا راز وایي، امریکایي چارواکو سره خبرو کې به د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو پر موضوع هم غږېږي، خو امریکایي چارواکو نه دي ویلي چې دا موضوع به هم اجنډا کې شامله وي که نه.

ګڼ شمېر هېوادونو که څه هم په اوسنیو شرایطو کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو نه انکار کړی خو ټینګار یې کړی چې چمتو دي چې د بشري مرستو او په افغانستان کې د کړکېچ د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره د طالبانو له ادارې سره تعامل وکړي.

د طالبانو، اروپايي ټولنې او امریکايي چارواکو ترمنځ دا لیده کاته او څرګندونې داسې مهال دي چې نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د ژمي په رارسېدو او د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو د لوی بشري ناورین خبرداری ورکړی دی.