کابل کې د طالبانو په ملاتړ د یو شمېر شیعه او هزاره وګړو غونډه وشوه

د عکس سرچینه، فیسبوک جعفر مهدوی
شاوخوا زر تنه شیعه او هزاره وګړو پنجشنبه کابل کې د طالبانو د حکومت په ملاتړ غونډه وکړه، خو له دې ډلې یې وغوښتل چې خپل حکومت 'ټولګډونی' کړي او ټولو ښځو د زدکړو اجازه ورکړي.
د دې غونډې تنظیموونکي او "حزب ملت افغانستان" مشر جعفر مهدوي د غونډې ګډونوالو ته وویل، د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني حکومت د افغانستان د تاریخ تر ټولو تیاره دور و.
نوموړي وویل: "پخواني حکومت خپلواکي نه درلوده او بهرني سفارتونه د حکومت پر ټولو برخو واکمن وو. د خدای شکر چې اوس د تاریخ له هغه تیاره پړاو نه راتېر شوي یو".
په همدې ناسته کې افغانستان کې د شیعه وګړو یو بل مشر آیت الله واعظ زاده بهسودي هم موجود و. نوموړي 'د هزاره وګړو د غوښتنو او استازولۍ' لپاره د ښاغلي مهدوي د هڅو ستاینه وکړه.
پخپله جعفر مهدوي غونډې ته وویل، له هغه راهیسې چې طالبانو واک ترلاسه کړی، افغانستان کې جګړه او فساد ختم شوي او امنیت ښه شوی دی.
خو نوموړي پر طالبانو غږ وکړ چې یو ټولګډونی حکومت جوړ کړي او همدا راز ټولو نجونو ته دې ښوونځیو ته د تلو اجازه ورکړي.
نوموړي وویل، هیله لري په راتلونکو اوونیو یا میاشتو کې یو داسې حکومت جوړ شي چې د افغانستان د ټولو وګړو استازولي وکړای شي.

د عکس سرچینه، فیسبوک جعفر مهدوی
په همدې ناسته کې د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح مجاهد هم ګډون درلود او خپلو خبرو کې یې پر 'ملي وحدت او همکارۍ' ټینګار وکړ.
نوموړي وویل: "ژمنه کوو چې د اشغال پر ضد د جهاد له ختمېدو وروسته اوس د ابادۍ لپاره جهاد پیلوو. افغانستان تازه له جنګه راوتلی او موږ د لویو پرمختیایي پروژو په لټه کې یو".
په تېرو کلونو کې د افغانستان شیعه او هزاره وګړي د داعش په څېر د ځینو سخت دریځو ډلو لخوا په نښه شوي دي.
پخپله طالبان هم په تېرو کلونو کې د دې وګړو پر ځورولو او وژنه تورن شوي دي.
د بېلګې په توګه د بشري حقونو نړیوال سازمان ادعا کوي چې په ۱۹۹۸ کال کې طالبانو په مزار شریف کې شاوخوا د دوه زره وګړو 'ټولوژنه' کړې وه، چې ډېری یې هزاره وو.
د طالبانو اوسني حکومت کې، چې دوی یې سرپرست بولي، هېڅ ښځه نشته او ډېری چارواکي یې د طالبانو سني مذهبه مشران او په خټه پښتانه وګړي دي.
















