تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هلمند؛ بې ځایه شوي خلک خپلو مېنو ته ستنېږي، خو ایا کورونه یې خوندي دي؟
د هالو په نامه یوې خیریه ټولنې په سپتمبر میاشت کې د افغانستان له طالب چارواکو سره یوه هوکړه کړې، چې له مخې یې د دې موسسې ۲۵۰۰ کارکوونکو یو ځل بیا په افغانستان کې د ماین پاکۍ فعالیت پیل کړی.
د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې طالبان د یادې موسسې له فعالانو سره د هغو ماینونو په موندلو او له منځه وړولو کې مرسته کوي، چې دوی خپله خښ کړي وو.
نادعلي ولسوالي د جګړې لومړی کرښه وه چې د پخواني حکومت تر پرځېدو وړاندې ۲ میاشتې کلابند وه.
د طالبانو واک ته رسېدو وروسته د سیمې ځینې خلک چې د جګړو پر مهال بې ځایه شوي وو، اوس خپلو کورونو ته ستنېږي، خو د ماین پاکۍ خیره ټولنې کارکوونکې وایي، دا سیمه خوندي نه ده.
د هالو موسسې چارو ځايی همغږی کوونکی جمعه خان وايي:
''کله چې لښکرګاه طالبانو ونیوه، دا سیمه له ماینونو ډکه وه، هغه وخت د سیمې خلک وتلي وو، خو اوس بېرته کورونو ته ستنېږي او له هغه راهیسې شپږ، یا اووه ځایه ماینونه چاودلي دي. همدا یوه میاشت مخکې یوه ښځه د خپل کور په دروازه کې پر خښ شوي ماین ختلې، چې چاودیدلی دی. ''
د هالو موسسې یو بل مسوول کس بهرام دین احمدي وایي، دوی پوهېږي د ماین پاکۍ کار له خطره ډک دی خو په وینا یې که یې خطر و نه منو قربانیان به یې ماشومان وي:
''روښانه ده چې دلته خلک ژوند کوي، ماشومان اوسېږي چې دلته ګرځي، را ګرځي. ځکه خو هڅه کوو، سیمه پاکه کړو چې خلک سم ژوند ولري او په راتلونکې کې د خطر احساس و نه کړي. په افغانستان کې د خلکو لپاره ښه ژوند جوړ شي او له وېرې پرته د بیا رغاونې کارونه مخته لاړ شي. ''
هلمند تر کلونو پورې د سختو جګړو شاهد و او په ځینو برخو کې یې تر ځمکه لاندې ګڼ شمېر ماینونه ځای پر ځای شوي دي.
مسوولین وايي، په تېرو ۳ میاشتو کې په دې سیمه کې ۱۰۲ چاودېدونکي توکي شنډ شوي چې ۲۵ یې د یوه کلي په شاوخوا کې وو، خو باورکېږي چې دا د هغه شمېر یوه کوچنۍ برخه ده چې دلته لا پټ پاتې دي.
د ماینونو په تړاو د ملګرو ملتونو اړوند اداره (یو این ایم اې ایس) مسوولین وايي، له ۱۹۸۹ کال راهیسې په افغانستان کې د ماینونو چاودنو له کبله ۴۱ زره پنځه اتیا تنه ملکي افغانان وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو چارواکو په وینا د وژل شویو کسانو له دریو، دوې برخې ماشومان دي چې د لوبو پر مهال پرې ماینونه چاودیدلي او وژل شوي دي.