ننګرهار کې د واده مراسمو کې ډزو ۲ کسان وژلي؛ د ماشومانو په ګډون لس تنه ټپیان دي

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

په ننګرهار ولایت کې ځایي سرچینو بي بي سي ته ویلي، تېره شپه د دې ولایت په سره ردو ولسوالۍ کې د واده مراسمو کې د وسلوالو طالبانو په ډزو کې ۲ کسان وژل شوي او د ۲ ماشومانو په ګډون لس تنه ټپیان دي.

سرچینې وایی، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې هلته 'د نکریزو د شپې مراسمو کې' موسیقي غږول کېده، خو یو شمېر وسلوالو طالبانو یې د مخنیوي هڅه وکړه.

سرچینې زیاتوي، له ځایي خلکو سره تر لفظي شخړې وروسته وسلوالو ډزې وکړې او مرګژوبله یې واړوله.

د پېښې یو شمېر ټپیانو هم پژواک خبري اژانس ته ویلي، وسلوال کسان په طالبانو پورې اړوند وو.

خو د طالبانو وياند او د اطلاعاتو کلتور وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد پر ټوټېر پاڼه ليکلي، درې کسان د طالبانو له نامه څخه په ګټې اخيستو د واده مراسمو ته ورغلي وو، د موسيقۍ د بندېدو غوښتنه يې کړې وه او په همدې حال يې "پر خلکو ډزې کړې وې".

نوموړی وايي دوه تنه مشکوک کسان يې نيولي او يو تن په تېښته بريالی شوی چې وايي د نيولو هڅې يې روانې دي. ‌

بل لور ته د پرځول شوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح هم د دې برید پړه پر وسلوالو طالبانو ور اچولې ده.‌

نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه ادعا کړې ده چې پېښه کې ۱۳ کسان وژل شوي او وایي، یوازې د پېښې په غندلو خپله غوسه نشي څرګندولی.

نوموړي تور لګولی چې ګواکې پاکستان طالبان د دې لپاره روزلي چې د افغانستان کلتور ووژني، او اوس دا چاره عملاً جریان لري.

ښاغلي صالح زیاته کړې، د طالبانو رژیم به ډېر دوام ونکړي، خو له بده مرغه تر نسکورېدو پورې به یې افغانان بیه پرې کوي.‌

یاده دې وي چې په ۱۹۹۰ لسیزو کې د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال دې ډلې پر موسیقۍ بندیز لګولی و.‌

خو طالبانو دا ځل د موسیقۍ د منع کولو په اړه تر دې دمه کوم رسمي دریځ نه دی اعلان کړی.

یاده دې وي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ننګرهار ولایت کې امنیتي وضعیت د نور هېواد پرتله ښه نه دی او وخت نا وخت ترې د وسلوالو بریدونو رپوټونه راځي.

په یاد ولایت کې د داعش ډله هم له کلونو راهیسې فعاله ده او دې وروستیو کې یې ان پر افغان طالبانو هم بریدونه کړي دي.