د افغانستان سولې بهیر لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد استعفا وکړه

د خپرېدو وخت

د افغانستان سولې بهیر لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له خپلې دندې لاس په سر شوی.

ښاغلي خلیلزاد له طالبانو سره د امریکا په استازۍ د خبرو اترو مشري کوله خو د میاشتو-میاشتو ديپلوماسۍ یې په دې و نه توانېده چې د زور له لارې پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو مخه ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د زلمي خلیلزاد د ګوښه کېدو له اعلان سره ویلي چې د خلیلزاد مرستیال ټوماس وېست به د ده د پوست چارسمبالی وي.

یوه چارواکي د خپل نوم د پټ پاتې کېدو په شرط رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې خلیلزاد د جمعې پر ورځ خپله استعفا وړاندې کړې وه.

ښاغلی خلیلزاد وروسته له هغه له دندې د استعفا خبره کوي چې د امریکايي سرتېرو تر وتلو وروسته، له افغان طالبانو سره د امریکا د ولسمشر جوبایډن ادارې په لومړۍ رسمي کتنه کې چې د روانې میاشت لومړیو کې په قطر کې وشوه دی نه و.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي پر ټوېټر پاڼه ليکي، "د زلمي خليلزاد په مشرۍ د امریکا دو ادارو سره مذاکراتو کې مو ښه پرمختګونه لرل".

نوموړي هيله څرګنده کړې چې له نوي استازي ټام وېسټ سره به چارې ښه پر مخ ولاړې شي او د ده په وينا "د دوحې تړون په بشپړ عملي کولو سره به د دواړو حکومتونو اړيکي عادي شي".

په افغانستان کې زېږېدلی زلمی خلیلزاد چې امریکايی ډیپلومات شوی د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په دوره کې په عراق، افغانستان او ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیر دنده ترسره کړې.

سره له دې چې جمهوریپال دی خو ښاغلی خلیلزاد هله د افغانستان له پاره د امریکا د ولسمشرځانګړي استازي په پوست کې بیا هم پاتې شو چې په ولسمشریزو ټاکنو کې ډیموکرات جوبایډن ډونلډ ټرمپ ته ماتې ورکړه او پرېکړه یې وکړه چې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د اېستلو بهیر ته دوام ورکړي.

خلیلزاد له ۲۰۱۸ کال راهیسې د امریکا په استازیتوب له طالبانو سره د خبرو اترو مشري پرغاړه درلوده چې په پایله یې د ۲۰۲۰ کال فبرورۍ میاشت کې له طالبانو سره، د افغانستان جمهوري دولت په نه شتون کې د سولې تړون وکړ.

وروسته ښاغلي خلیلزاد پر پخواني ولسمشر محمد اشرف غني فشار راوړ چې له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي او جګړه پای ته ورسوي.

له دې سره به ډېری تر نیوکو لاندې راته چې ګواکې طالبانو ته یې نژدېوالی ډېر دی او غواړي د امریکا هوکړه په هر قیمت چې وي پلې کړي.

ده بیا په خپلو خبرو کې تل ټینګار کړی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې بین الافغاني خبرو اترو ته لار هواره کړه، څه چې کومه د پام وړ پایله یې نه درلوده، او طالبانو د امریکا په شل کلن ملاتړ جوړ دولت په زور وپرځاوه.

ښاغلي خلیلزاد په خپلې استعفا لیک کې چې پر خواله رسنۍ هم خپور شوی ویلي، دی به وروسته پر دې پېچلې موضوع رڼا واچوي چې پخوانی حکومت او طالبان ولې سیاسې هوکړې ته سره ونه رسېدل.

خلیلزاد د افغانانو په استازیتوب پر دې خواشیني څرګنده کړې چې په دوحه کې د خبرو اترو له برابر شوي فرصته ګټه پورته نه شوه چې د افغانستان څلوېښټ کلن کړکېچ په سوله ییز ډول پای ته ورسوي.