د سعودي استخباراتو پخوانی مشر: طالبانو موږ څو ځله ناهيلي کړي يو

ترکي الفيصل

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د سعودي عرب د استخباراتو پخوانی مشر ترکي الفیصل وايي پخوا طالبانو له القاعده سره د اړیکو پرېکولو، د اسامه بن لادن د ورسپارلو او له افغان حکومت سره د خبرو برخه کې دوی څو ځله نا هیلي کړي دي.

ترکي الفیصل پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغله را نیولې تر څو لسیزو د افغانستان په مسله کې د سعودي عرب مهم کس او تر ټولو ډېر ښکیل چارواکی و. دی له ۱۹۷۷ نه تر ۲۰۰۱ کال پورې د سعودي د استخباراتو مشر و.

ښاغلي الفیصل په دې وروستیو کې خپل کتاب چې د افغانستان قضیه نومېږي نوی کړی او د تېرو څو کلونو په اوږدو کې شوي پيښو ته کتنه ور اضافه کړې ده.

د ده د کتاب لومړۍ بڼه د طالبانو رژیم پرځېدو څو کاله وروسته په انګلیسي ژبه لیکل شوې وه. خو دا ځل له نویو زیاتونو سره په عربي ژبه هم چاپ شوی دی.

ښاغلي الفیصل د کتاب د نوې بڼې مخ کتنې په اړه یوې غونډې ته وویل، چې د وخت د پاچا په اجازه یې دا کتاب لیکلی و چې مهمو مسلو ته د سعودي له نظره وکتل شي.

د نوموړي په وينا "طالبانو هغه مهال د سعودي عرب مملکت ناهیلی او خپل ځانونه او افغان ملت خوار کړل چې ما ته یې د ملاعمر په وخت کې د اسامه بن لادن له را سپارلو انکار وکړ. دوی یو ځل بیا هغه مهال سعودي عرب ناهیلی کړ کله چې دوی له القاعده سره د اړیکو پرېکولو نه انکار وکړ. دا هغه وخت و چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له سعودي عرب وغوښتل چې له طالبانو سره د جوړې لپاره منځګړتوب وکړي".

نوموړي ویلي "د پخواني ولسمشر حامد کرزي په غوښتنه سعودي د منځګړتوب لپاره د طالبانو پلاوی را وغوښت او د وخت پاچا وپوښتل چې له القاعده سره موږ اړیکي پرې کړي او کنه ، دوی د اړیکو د شته والي خبره وکړه او پاچا وویل چې تر څو دوی له القاعده سره اړیکي پالي سعودي نه غواړي دا منځګړتوب وکړي".

ښاغلی الفیصل سعودي ته د اسامه بن لادن د سپارولو په اړه وايي چې "ملاعمر له ده سره ژمنه کړې وه چې هغه ورسپاري خو کله د پاکستان د پوځي استخباراتو د مشر په ملتیا کندهار ته ورغی له دې ژمنې په شا شو او انکار یې وکړ".

خو ترکي الفیصل وايي چې دی له ملا عمر سره له مجلسه پاڅېد او په الوتکه کې یې پاچا ته خبر ورکړ چې نور باید سعودي له طالبانو سره اړیکي پرې کړي.

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو د لومړي واکمنۍ پرمهال القاعده په افغانستان کې پراخ حضور درلود د دې ډلې مشر اسامه بن لادن هم افغانستان کې و، خو څو کاله وروسته د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته نژدې د امریکايي ځواکونو په یوه برید کې ووژل شو.

اوس هم لوېدیځ هېوادونه تور لګوي چې طالبان له القاعده سره اړیکي پالي او د دې خطر شته چې دا ډله یو ځل بیا له افغانستانه سر را پورته کړي او لوېدیځ هېوادونو او متحدینو ته یې ګواښ رامنځته کړي. خو طالبانو په کلکه دا تورونه رد کړي او وايي چې دا ډله افغانستان کې نشته.

سعودي عرب پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته د افغانستان په کشاله کې یو مهم ښکېل هېواد و. جهادي تنظیمونو سره یې مرستې کولې او يو شمېر وګړي یې له شوروي ځواکونو سره د جګړې لپاره افغانستان ته تللي وو.

پر امریکا د سپټمبر د یوولسمې نېټې بریدکوونکو له ډلې هم ډېر یې سعودیان وو چې القاعده ډلې ترسره کړ. په دې بریدونو کې د سعودي د دولت پر رول هم شک وو خو وروستيو کې د امریکا یوې ټاکل شوې کمیټې رپوټ کې وویل شول چې داسې کوم شواهد نشته چې وښيي دې بریدونو کې د سعودي عرب دولتي رول هم و.