روسیې د طالبانو او تاجکستان تر منځ د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې

طالبانو

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، طالبانو پر تاجکستان تور پورې کړی چې د افغانستان چارو کې لاسوهنه کوي.
د خپرېدو وخت

روسیې له افغانستان او تاجکستانه غوښتي هر ډول خپلمنځي اختلاف په داسې ډول حل کړي، چې دواړو هېوادونو ته د منلو وړ وي. تاس خبري اژانس د روسیې بهرنیو چارو وزارت چارواکو له قوله ویلي، روسیې ته د دواړو هېوادونو تر منځ پولو کې د ځواکونو ځای پر ځای کولو رپوټونه رسېدلي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاند الیکسي زایتسف تاس خبري اژانس ته په دې هکله وویل:

''موږ د تاجکستان او افغانستان تر منځ د تاوتریخوالي ډېرېدو او د دواړو هېوادونو د مشرتابه له لوري د توندو غبرګونونو ته اندېښمن یو. ''

نوموړی وايي، دوی ته له طالبانو رسېدلي رپوټونه ښيي چې د افغانستان تخار ولایت کې د دې ډلې زرګونه ځانګړي ځواکونه له تاجکستان سره د پولې سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.

د طالبانو او تاجکستان بهرنیو چارو وزراتونو په دې هکله تر اوسه څه نه دي ویلي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان تېره اونۍ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته ویلي وو، نه غواړي د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، خو په دې باور دی چې د افغانستان د سیاسي او امنیتي ستونزو د حل لپاره هلته د ټاکنې او د ټولو قامونو په ګډون د یو حکومت جوړېدل اړین دي.

بل لور ته طالبانو تاجکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنه تورن کړی دی او دې هېواد ته یې خبرداری ورکړی، چې له دې چارې لاس واخلي.

تاجکستان

د عکس سرچینه، Reuters

له هغه وروسته د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي له الجزیره شبکې سره په یوه مرکه کې وویل، تاجکستان د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي، او د هر اقدام لپاره یې غبرګون موجود دی.

په وروستیو وروستیو رپوټونو کې ویل شوي، چې د احمد مسعود او امرالله صالح په ګډون یو شمېر طالب مخالف مشران د تاجکستان په دوشنبې ښار کې دي.

له دې سره هممهاله د امریکا دفاع وزیر لوید استین د هغو افغان پیلوټانو په هکله اندېښنه څرګنده کړې، چې امریکايي ځواکونو روزلي او تېره میاشت واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته تاجکستان ته تښتېدلي وو.

د رپوټونو له مخې د طالبانو له کنټرول سمبالولو مخکې د افغان هوايي ځواک کسانو لسګونه پوځي الوتکې او چورلکې تاجکستان او ازبکستان ته لېږدولې چې ځینې یې هلته نیول شوي دي.