'سیمې ته د اسلامي سخت دریځو راتګ' په هکله د پوتین خبرداری

د عکس سرچینه، Reuters
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پ افغانستان کې له تازه پېښو وروسته سیمې ته د 'اسلامي سخت دریځو راتګ ' په هلکه خبرداری ورکړی دی.
ښاغلي پوتین د مرکزي اسیا د هېوادونو له مشرانو سره په یوه انلاین غونډه کې د سیمې هېوادونو ته د اسلامي سخت دریځو د ورتګ مخنیوي چاره ''حیاتي '' وبلله.
د کریمیلین چارواکي وايي، ښاغلي پوتین په دې وینا کې د افغانستان د شرایطو له بدلون وروسته د مخدره توکو د قاچاق په هکله هم خبرداری ورکړی دی.
د روسیې چارواکو په وینا په نننۍ غونډه کې ښاغلي پوتین او د سیمې هېوادونو مشرانو له دې کبله اندېښنه څرګنده کړه، چې اسلامي دولت نومې ډله اوس هم په افغانستان کې شته او کېدای شي د دې هېوادونو لپاره خطر رامنځته کړي.
د سیمې هېوادونو هوکړه کړې چې د افغانستان پېښو ته د غبرګون اقدامات به همغږي کوي.
د سیمې هېوادونه هڅه کوي په افغانستان کې د طالبانو له پرمختګ او په ناڅاپي توګه د طالبانو لاسونو ته د پلازمېنې کابل له لویدو وروسته خپل سیاستونه معلوم او همغږي کړي.
ښاغلي پوتین له دې مخکې پر یکشنبه اګست ۲۲ هم د روسیې ګاونډیو او نژدې هېوادونو ته د لویدیځوالو هېوادونو له لوري د افغان کډوالو لېږدولو یوې طرحې په هکله خبرداری ورکړ او په وینا یې روسیه نه غواړي پولو ته څېرمه یې ''د کډوالو په بڼه وسله وال راڅرګند شي. ''
د دې طرحې له مخې باید هغه افغانان د اسنادو ارزونې لپاره لومړی د مرکزي اسیا هېوادونو ته ولېږدول شي، چې وروسته امریکا او اروپا ته استول کېږي.
ښاغلي پوتین پر دې طرح د نیوکې په ترڅ کې وویل که لویدیځوال د بې ویزو کډوالو منلو ته چمتو نه دي، ولې غواړي له ویزې پرته یې د سیمې هېوادونو ته ولېږدوي.



















