افغانستان: د سياسي حالت ناڅرګندتيا
د خپرېدو وخت
پر افغانستان په تېره بيا يوه اوونۍ مخکې پر پلازمېنه کابل د طالبانو له ولکې راهيسې د افغان دولت ادارې وپرځېدې. دولتي کار په ټپه درېدلی، او له وړاندې سيمه او ان نړۍ کې يو تر ټولو دغه بېوزلي هېواد کې ژوند اوس ناوريني حالت ته په رسېدو دی.
بانکونه تړل شوي، له خلکو سره پيسې په خلاصېدو او د افغانۍ ارزښت په پرځېدو دی. د خوراکي توکو بیې لوړې شوې او اوس حالت په يو تت لور روان دی.