رئيسي له غني سره لیدنه کې وايي ایران د افغانستان سوله کې مرستې ته چمتو دی

غني/ ریسي

د عکس سرچینه، President.ir

د خپرېدو وخت

د یو شمېر نورو هېوادونو مشرانو تر څنګ افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د ایراني ولسمشر ابراهیم رئیسي د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته رسېدلی.

له ولسمشر غني سره لیدنه کې ښاغلي رئیسي ویلي، هېواد یې د افغانستان سولې او ثبات لړ کې مرستې ته چمتو دی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویل شوي:

''جمهور رئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ایران د همکاریو او مرستو په ځانګړي ډول په دغه هېواد کې د مېشت افغان کډوالو د کوربتوب مننه وکړه او پر ګډو اقتصادي همکاریو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د مناسباتو پر پراختیا یې ټینګار وکړ. ''

ښاغلي رئیسي له ولسمشر غني سره په دې لیدنه کې په افغانستان کې له ''قانوني دولت '' سره په همکارۍ ټینګار کړی او وايي: ایران د افغانستان د خلکو لپاره امنیت، خیر - ښېګړه او عزت غواړي، د دې هدف لپاره یې هېڅ ډول مرسته نه درېغ کړې او نه به یې درېغ کړي. ''

۶۰ کلن ابراهیم رئیسي له داسې ټاکنو وروسته د ایران ولسمشر وټاکل شو، چې د رایې ورکوونکو شمېر پکې خورا لږ بلل شوی.

ښاغلی رئیسي له دې مخکې د ایران په قضاييه کې څلور لسیزې مهمه دنده درلوده او د بشري حقونو فعالان وايي، د ۱۳۶۷ کال ډله ییزو وژنو له کبله باید محاکمه شي.

ولسمشر غني داسې ممهال ایران ته سفر کوي چې د افغانستان پر بېلا بېلو سیمو د کنټرول لپاره د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده.

.

د عکس سرچینه، ارګ

د عکس تشریح، انځور پخوانی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د پنجشنبې په ورځ 'اګسټ ۵' د ایران پلازمېنې تهران ته ورسېد.

ولسمشر غني دغه یوه ورځني سفر کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي د لوړې مراسمو کې ګډون کوي، چې نن د دغه هېواد اسلامي شورا (پارلمان) کې جوړېږي.

له ولسمشر غني سره دې سفر کې دویم مرستیال سرور دانش، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او د ولسمشرۍ دفتر مشر عبدالمتین بېک هم ملتیا کوي.

غني

د عکس سرچینه، ARG

پر ولسمشر غني سربېره د عراق ولسمشر برهم صالح، د الجزایر لومړی وزیر ایمن بن عبدالرحمان، د اوپک سرمنشي محمد سانوسي بارکیندو او د لبنان حزب الله ډلې مرستیال مشر شیخ نعیم قاسم هم دې مراسمو کې ګډون لري.

د اروپايي ټولني د بهرني سیاست مرستیال انریکه مورا هم دې مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته تللی.

ایران کې ځینې سیاسي او مدني فعالانو دې مراسمو ته د استازي لېږلو له امله پر اروپايي ټولنه نیوکې کړې دي.

د رییسي لپاره ننګونې

رییسي

د عکس سرچینه، Getty Images

ښاغلی رییسي په داسې مهال ولسمشر کېږي چې دغه هېواد کې له څه مهال راهیسې مظاهرې روانې دي او هم پر اټومي تړون له لوېدیځ سره خبرې نتیجه نه لري او د کورونا پنځمه څپه هم ایران کې پیل شوې دي.

په ورته مهال د ایران مذهبي مشر د کابینې ژر جوړېدو غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي: "اوسني شرایط دا نه غواړي چې کابینه په ځنډ جوړه شي. "

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي د سې شنبې په ورځ 'اګسټ ۳' د دغه هېواد د اتم ولسمشر په توګه د ابراهیم رییسي ولسمشري تایید کړه.

د ایران ولسمشرۍ ټاکنې د تېر جون پر ۲۸ وشوې او د چارواکو په خبره، دغو ټاکنو کې د خلکو ګډون ۴۸.۸ سلنه اعلان شو.

ښاغلي رییسي سږنیو ټاکنو کې د ۶۳ سلنه رایو ګټلو سره ولسمشر شو.

عبدالناصر همتي، محسن رضایي او امیر حسین قاضي زاده هاشمي دې ټاکنو کې د نوموړي سیالان وو.