سعودي د کابل- ریاض ترمنځ الوتنې درولې دي

کام ایر

د عکس سرچینه، Kam Air

د عکس تشریح، له کابله د پروازونو یو ناڅاپي بندیز دا وخت زرګونه پاکستاني وګړي په کابل کې بند کړي چې د کابل له لارې سعودي عربستان او بېرته له همدې لارې کورونو ته روان وو.
د خپرېدو وخت

د کورونا وبا له کبله د سعودي عربستان نویو محدودیتونو له پاکستان وروسته د افغانستان له لارې هم د مساپرو ستونزې ډېرې کړې دي.

افغانستان د محدود شمېر هغو هېوادونو په قطار کې وو چې سعودي عربستان ته یې عادي پروازونه درلودل او د کورونا په سختو شرایطو کې د کوورنا له یوه منفي ټیسټ سره دا سفر شونی و.

خو اوس د کوویډ-۱۹ منفي معاینې درلودلو سره سره، سعودي عربستان د کابل او ریاض تر منځ الوتنې درولې چې له کبله یې په افغانستان په ځانګړي ډول کابل کې د شاوخوا ۴۰۰۰ پاکستاني وګړو په ګډون یو زیات شمېر مسافر له ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.

د افغانستان د هوايې چلند ادارې ویاند نعیم صالحي ویلي له دې نوي بندیز د مخه د دواړو هېوادونو تر منځ هره ورځ یوه الوتنه کېدله:

"د کابل او سعودي عربستان تر منځ الوتنې له دوه ورځو راهیسې درول شوي او دا اعلان د سعودي عربستان له خوا شوی او دلیل یې د کوېد ۱۹ ویروس خپریدو مخنیوي لارې چارې بلل شوي، سعودي عربستان ویلي چې د کورونا وبا مخنیوي په موخه تر نامعلومې مودې دا پروازونه دروي او دا هم نده معلومه چې کله به دا لړۍ له سره بیا پیلیږي."

له افغانستان څخه مخکې پاکستان له تېرو دوه میاشتو راهیسې د سعودي عربستان د بندیزونو په سر کې وو او له کبله یې د دواړو هېوادونو تر منځ تګ راتګ بیخي دریدلی. په داسې حال کې چې په سعودي عربستان کې د کاریګرو یو زیاته برخه پاکستاني وګړي جوړوي.

له همدې کبله د کوزې پښتونخوا او پاکستان هغو وګړو چې په سعودي عربستان کې یې کار کاوه د کابل له لارې تګ راتګ ته زړه ښه کړی وو، او په وروستیو میاشتو کې کابل د زرګونو داسې کسانو کوربه وو.

دوی لږ تر لږه په کابل کې د دوه اونیو قرنطین مودې په تېرولو هم اړ وو .

خو د سعودي عربستان تازه پرېکړې د افغانانو ور ها خوا په پاکستاني کاریګرو سخت اغېز کړی چې له دې لارې تله راتله.

کابل

د عکس سرچینه، Kabul International Airport

له تېرو نژدې دوه میاشتو راهیسې د افغانستان له لارې یوه دریم هېواد ته د سفر په موخه د دومره شمېر بهرنیو وګړو تګ کمساری کار بلل کیږي.

که څه هم د کابل هوايي ډګر له کورنیو جګړو مخکې د ګڼو نړیوالو مسافرو په ځانګړي ډول د پاکستاني او هندي وګړو کوربه پاتې شوی چې د اریانا هوایي شرکت له لارې یې پراګ او له پراګه بېرته کابل او بیا خپلو هېوادونو ته سفرونه کول، هغه مهال پراګ لکه د دوبۍ په څېر نورو لویډیځو هېوادونو ته د تګ مهم مرکز وو.

دغې نوي اړتیا له کلونو وروسته یو ځل بیا زرګونو هغو پاکستاني وګړو ته چې د کابل لیدل یې ارمان وو د کابل لیدو او د ۱۴ ورځو تیرولو زمینه هم برابره کړي وه چې تازه پرې سعودي عربستان دا لاره هم وتړله.