کورونا وېروس؛ افغانستان کې د 'تور فنګس' ناروغۍ مثبتې پېښې موندل شوې

د خپرېدو وخت

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې یې له کوویډ سره د تړلې تور فنګس (تور فنجي) ناروغۍ درې مثبتې پېښې په کابل، بغلان او سمنګان ولایتونو کې موندلې دي، چې په تور فنګس اخته درې واړه ناروغان په کورونا وېروس هم اخته شوي دي.

د عامې روغتیا سرپرست وحید مجروح کابل کې خبریالانو ته ددې ناروغۍ په اړه داسې مهال خبرې کولې، چې په پام کې ده نن (شنبه) د کورونا وبا د محدودیتونو او د ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانیستلو په تړاو خپل پلان اعلان کړي.

ښاغلي مجروح وویل، په وروستیو کې هند کې هم د کورونا له ډېرېدو سره د تور فنګس ناروغي ډېره شوې وه.

د روغتیا سرپرست وزیر وايي، تور فنګس چې طبي نوم یې "موکورمایکوزس" دی، ډېره نادره ناروغي ده، چې په تېرو څو کلونو کې یې کومه پېښه افغانستان کې نه ده ثبت شوې.

تبه، ټوخى، خوا ګرځېدل، پر خولې او پوزه تورې لکې او زړه بد والی د دې ناروغۍ عامې نښې دي او په کورونا وېروس ډېری اخته کسان له دې ناروغۍ سره مخامخ دي.

دا ناروغي په هغو کسانو کې پیدا کېږي چې د وجود مقاومت او دفاعي سیستم یې د وېروسي ناروغۍ (ناروغیو) له کبله کمزوری شوی وي او د تور فنګس باکټریا په نورمال ډول د انسان په بدن او ککړه سبزۍ او ترکارۍ کې موجوده ده، خو معمولاً یې د بدن دفاعي سیستم د فعالیت مخه نیسي.

تور فنګس باکتریا په مېوو - په تېره هغو مېوو کې چې ډېر وخت پرې تېر شوی او مړاوې شوې وي- هم شته. تور فنګس څو ډولونه لري، کله چې انسان په تور فنګس اخته شي، د ناروغ پر سترګو، مخ او دماغ اغېز کوي، که مخنیوی یې ونه شي، د انسان له پوستکي دماغ ته سرایت کوي او بیا پر سترګو، سالنډۍ، ټوخي، خونریزۍ او ماغزو اغېز کوي.

په نړیواله کچه د فنګس ناروغانو کې د ۵۵ سلنه مړینه اټکل شوې ده.

د کورونا درېیمه څپه

د افغانستان د روغتیا وزارت وايي، په دغه هېواد کې د کورونا وېروس پېښو په شمېر کې لا هم د پام وړ کموالی نه دی راغلی او د کورونا ګواښ پر ځای دی.

وحید مجروح وویل، د روغتیا پر وزارت فشار ډېر دی، پر خواله رسنیو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانستلو په تړاو پر موږ ډېر فشار دی:

"خلک وايي هټۍ ولې نه بندوئ، ښوونځي او پوهنتونونه بندوئ، هېڅ دوکان کې نه وینئ چې ۶۰ کسان ټوله ورځ تر یوه چت لاندې ناست وي. بازار کې هوا خلاصه وي خو ښوونځي کې تړلې وي".

واکسین

د عامې روغتیا وزارت وايي، تر اوسه ۹ لکه او ۱۴ زره افغانان واکسین شوي او راتلونکې اونۍ به نژدې ۳ میلیون ډوزه واکسین له امریکا افغانستان ته ورسېږي.

نوموړی وايي، د امریکا دا مرسته شوي واکسین به د ښوونځیو او پوهنتونونو ښوونکو، اداري پلاوو او محصلینو ته ورکول کېږي.

دی وايي، د چینايي واکسین لومړي ډوز پړاو ختم شوی او نن یې دویم هغه پیلېږي. د امریکا د واکسین د نوې اونۍ په پیل کې موږ ته رارسول کېږي. تمرکز به پر هغو ناروغانو وي چې سرطان او نورې ناروغۍ لري، تر ۵۰ عمر یې ډېر وي، مزمنې ناروغۍ ولري.