تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا؛ له ایرانه د ۲۰ ټنه اکسیجن مرسته هرات ته ورسېده
- Author, ابراهیم صافی
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د افغانستان په لویدېځ هرات ولایت کې د عامې روغتیا ریاست وايي له ایرانه شل ټنه اکسیجن دې ولایت ته ورسېد او په پام کې ده چې پر هغو روغتیايي مرکزونو وویشل شي چې د اکسېجن له کمښت سره مخامخ دي.
د هرات مرستیال والي ډاکټر نور احمد حیدري چې د اکسېجن د دې جوپې او ارغوان په نامه د اکسېجن تولید شرکت لېدلو په موخه د هرات صنعتي ښارګوتي ته تللی و له ټولو هغو کسانو نه مننه وکړه چې له ایرانه د اکسېجن په استولو کې ښکیل وو.
ښاغلي حیدري ویلي د ایران له مشهد نه هرات ولایت ته د اکسېجن د لېږدولو جواز ورکړل شوی او په پام کې ده چې هره اونۍ دوه موټر اکسېجن چې هر یو به یې ۲۰ ټنه وي د اسلام قلعه له لارې هرات ولایت ته راوړل شي.
د ښاغلي حیدري په وینا له دې سره به په هرات کې د اکسېجن د کمښت ستونزه په بشپړه توګه هواره شي او هڅه به وشي چې څنګ لورو ولایتونوته هم واستول شي.
دغه راز د هرات د عامې روغتیا ریاست مشر عبدالحکیم تمنا د کورونا ناروغانو لپاره د بسترونو د ډېرولو خبر ورکړ او ویې ویل د کورونا د مثبتو پېښو شمېر په ډېریدو دی او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې روغتیايي سپارښتنو ته پام وکړي.
د اکسیجن د کمښت ستونزه
تر دې وړاندې د افغانستان عامې روغتیا وزارت تایید کړه چې په کورونا وېروس د اخته ناروغانو د شمېر د ډېروالي له امله د اکسېجن له کمښت سره مخامخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کورونا وېروس له امله د مړینو شمېر هم مخ په ډېرېدو دی او عامې روغتیا وزارت په ولایتونو کې په کورونا د اخته ناروغانو لپاره بسترونه دوه برابره کړې دي.
د عامې روغیتا وزارت د رسمي شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۵۴۴۷ مشکوکو پېښو نه ۱۹۲۷ یې مثبتې ختلي او په همدې موده کې ۹۳ کسان کوېډ ۱۹ ناورغۍ وژلي دي.
له دې سره په افغانستان کې په کورونا د اخته کسانو رسمي شمېر له ۱۳۹ زره کسانو واوښت او ترینه د مړو شویو کسانو شمېر هم له ۴۲۰۰ نه لوړ شو.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح چې په یوه خبري غونډه کې غږېده وویل د کابل په ګډون په لرې پرتو ولایتونو کې د چین لخوا د مرسته شوي واکسین تطبیقولو لړۍ روانه ده، چې لومړيتوب په کې د ډېر عمر لرونکو او هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په هغو ادارو کې دندې ترسره کوي چې د خلکو ګڼه ګوڼه په کې ډېره وي.
د نوموړي په وینا په دې لړ کې به شاخوا ۳۵۰ زره کسان واکسین کړای شي.
ښاغلي مجروح دغه راز وویل چې راتلوونکې میاشت به د امریکا او هند له خوا مرسته شوي واکسین هم افغانستان ته ورسېږي.
په دوامداره توګه د افغانستان په بېلابېلو روغتونونو کې د کورونا ناروغانو لپاره د اکسېجن دکمي په اړه له شکایتونو وروسته د عامې روغتیا وزارت د کابل په ګډون بېلا بېلو ولایتونو کې د اکسېجن د کمښت په تړاو وايي د دې ستونزې د هوارې په موخه یې د کابل په ګډون په پنځو نورو ولایتونو کې هلې ځلې پیل کړي.