تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اردن په یو روغتون کې د اکسېجن د کمېدو له امله روغتیا وزیر استعفا ته اړشو
د اردن حکومتي رسنۍ وايي، د دغه هېواد د کورونا ناروغانو څار څانګه کې د اکسېجن کمېدو او د شپږو ناروغانو مړه کېدو پسې د روغتیا وزیر استعفا وکړه.
پېښه د شنبې په سهار د پلازمېنې عمان ۲۳ کیلومترۍ کې په یوه روغتون کې شوې ده.
د اردن لومړي وزیر بشر الخصاونه هم له روغتیا وزیر نذیر عبیدات غوښتي و چې له دندې لاس په سر شي.
د جدید سلط په نوم د دغه روغتون مخ ته د ناروغانو د کورنیو د لسګونو غړو تر اعتراض وروسته پولیس هم لاس په کار شول او روغتون ته یې د دوی د ننوتلو لار ونیوله.
رپوټونه وايي، پر کورونا څانګه سربېره د زېږون او ځانګړي څار څانګه کې هم د نږدې یو ساعت لپاره اکېسجن کم و، خو دلته څوک مړه شوي نه دي.
د اردن روغتیا وزیر ویلي لا هم مالومه نه ده چې ولې اکېسجن کم شو او په دې تړاو پلټنې روانې دي.
د اردن د روغتیا وزارت یوه چارواکي ډاکټر عدنان عباس ځايي رسنۍ پترا ته ویلي چې ټول شپږ مړه کسان د کورونا برخه کې بستر و.
د یوه ناروغ خپلوان اسوشېټېډ خبري اژانس ته ویلي چې په دغه مهال روغتون کې و او په خپلو سترګو یې ولیدل چې روغتیاپالو د اکسېجن ډبې یو بل خوا کولې.
د هغه په خبره، روغتیاپالو ځینې کسان وژغورل خو نور مړه شول.
رویټرز خبري اژانس وايي، د اردن پاچا ملک عبدالله دویم له پېښې وروسته دغه روغتون ته لاړ.
د کورونا له پیلېدو راهیسې اردن کې تر څلور لکو ۶۰ زرو ډېر کسان په دې وېروس اخته شوي او پنځه زره ۲۲۴ ترې مړه شوي دي.
اردون کې د کورونا کسانو زیاتېدو پسې له دوو میاشتې راهیسې تازه تدبیرونه نیول شوي دي.
دې محدودیتونو کې یو هم رخصتیو کې د شپې په تګ را تګ بندیز دی چې له امله یې جوماتونو او کلیساوو کې مذهبي مراسم لغوه شوي دي.
اردن چې نږدې لس میلیون وګړي لري له جنورۍ راهیسې پکې د کورونا ضد واکسین پیل شوی دی.