افغانستان کې د کورونا له کبله د مړینو نوی ریکارډ، ۲۴ ساعتونو کې تر سل ډېر کسان مړه شوي

Keyframe #4
د عکس تشریح، افغانستان
د خپرېدو وخت

افغانستان د سې شنبې او چارشنبې ورځو ترمنځ د کورونا د مثبتو پېښو او د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د مړینو د شمېر له اړخه نوی ریکارډ جوړ کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت وايي په دې موده کې ۱۰۱ کسان په کوویډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي چې دا د کورونا وبا له پیل راهیسې دغه هېواد کې د دې ناروغۍ له کبله یوه ورځ او شپه کې له ټولو لوړه مړینه ده.

له دې سره هممهاله تېر څلېروشت ساعته افغانستان کې د کورونا تر ټولو ډېرې (۲ زره ۳۱۳) مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، دا پېښې د ۶ زره ۹۲ مشکوکو معایناتو پایله کې مثبتې ختلې.

له دې سره تر دې دمه افغانستان په کورونا وېروس د ټولو اخته تشخیص شویو کسانو شمېر ۹۸ زره ۸۴۴ او په کوویډ-۱۹ ناروغۍ د مړو شویو ۳ زره ۹۴۳ ته رسېدلی دی.

دا رسمي شمېرې دي او د عامې روغتیا وزارت هم مني چې افغانستان کې په کورونا وېروس د ټولو اخته او مړو شویو اصلي شمېر ښايي د دې څو برابره لوړ وي.

د اکسیجن کمښت د مړینو عمده لامل

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانستان دمګړۍ د کورونا له درېمې څپې سره لاس ګریوان دی او دا څپه د پخوانیو دوو څپو پرتله ډېره مرګونې ثابته شوې ده.

په دې څپه کې افغانستان کې هم د سیمې د ځینو نورو هېوادونو په څېر د ډېرې مړینې یو عمده لامل د کوویډ-۱۹ روغتونونو کې د اکسیجن کمښت دی.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحیدالله مجروح څو ورځې وړاندې کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي و چې د کوویډ-۱۹ روغتونونو کې د اکسیجن دستګاو د لګولو مسئولیت یونیسف ته سپارل شوی و - خو دغه اداره د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلې.

هغه دې ستونزې ته په کتو تېره ورځ (چارشنبه) په یوه انلاین ناسته کې د نړیوال بانک له استازو غوښتي چې له افغانستان سره د آکسیجن دستګاوو په پېرودلو کې همکاري وکړي.

د عامې روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي مجروح په دې ناسته کې وویل چې د اکسیجن د تولید ګڼې دستګاوې پېرل شوي خو "اوس هم موږ د اکسیجن له کمښت سره مخ یو او ستاسو قوي همکارۍ ته اړتیا لرو."

اعلامیه زیاتوي چې د نړیوال بانک استازي له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي ټاکلې نن پنجشنبه له پاکستانه د اکسیجن د ۵۰۰ ډبو (بالونونو) او نورو روغتیايي تجهیزاتو مرسته کابل ته راورسېږي.

ازبکستان هم د روانې اوونۍ پیل کې افغانستان ته د اکسیجن ۱۰۰۰ ډبې ورکړې وې.

خو د یادونې وړ ده چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت سرپرست د دوشنبې پر ورځ ولسي جرګه کې وویل چې د ازبکستان د اکسیجن ټولې ډبې تشې وې.