افغان حکومت او طالبان د سیمو د نیولو او یو بل ته د مرګژوبلې اړولو ادعاوې کوي

پوځ

د عکس سرچینه، MOD

د خپرېدو وخت

د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو او سیمو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د طالبانو لاس ته د یو شمېر سیمو د ورتلو رپوټونه ورکړل شوي‌ دي.‌

د دې رپوټونو له مخې په شمالي ولایت سرپل کې د سانچارک او ګوسفندي، په لویدیځ کې د فراه د انار درې او په سویل کې د روزګان ولایت د خاص روزګان ولسوالیو څخه افغان ځواکونه وتلي او یادې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

طالبانو همدا راز ادعا کړې چې په دغو څلورو ولسوالیو کې یې لسګونه افغان سرتېري وژلي او ټپیان کړي دي.

خو د افغانستان دفاع وزارت او امنیتي چارواکي د دغو ولسوالیو د سقوط په اړه څه نه وايي.

بله خوا د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، دوې ولسوالۍ بېرته له طالبانو نیول شوې دي، خو د دې ولسوالیو نومونه یې نه دي یاد کړي.

د دفاع وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې له پرون شپې راهیسې یې په بېلو ولایتونو کې د ځمکنيو او هوايي عملیاتو په پایله کې لسګونو طالبانو ته مرګژوبل ور اوړلې ده.

طالبانو دوشنبه ماښام په یوه خبرپاڼه کې د فراه د انار درې ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې وه.

د فراه ځايي چارواکي هم تائیدوي چې طالبانو د انار درې ولسوالۍ له نیولو وروسته هلته د امنیه قوماندانۍ ودانۍ په بمونه الوځلې ده.

د دغه ولسوالۍ سرپرست قوماندان عبدالرحمان سالنګي وايي، له څو ورځنۍ محاصرې وروسته یې د خپلو ځواکونو په ملتیا د انار درې ولسوالۍ مرکز پرېښی او هلته نژدې د ملي اردو یوه مرکز ته تللي دي.

وسله

د عکس سرچینه، Mujahid Twitter

د عکس تشریح، طالبان وایي ګڼو سیمو کې یې د افغان پوځ وسلې او مهمات نیولي دي

طالبانو همدا رنګه ادعا کړي، چې د روزګان ولایت د خاص روزګان ولسوالۍ کې یې دولتي ودانۍ نیولې.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي، د ولسوالۍ بازار، چې د کلونو راهیسې تړلی دی، اوس د طالبانو په ولکه کې دی.

خو د روزګان د والي ویاند احمدشاه ساحل، د خاص روزګان ولسوالۍ سقوط ردوي او وايي، هلته یوازې د پولیسو دوې پوستې، چې په وینا یې په غیرموثرو سیمو کې وې، بل ځای ته انتقال شوې دي.

بله خوا د افغانستان په شمالي ولایت سرپل کې هم ځایي چارواکو د سانچارک او ګوسفندي ولسوالیو سقوط خبر ورکړی.

یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي بي بي سي ته ویلي، د دې دواړو ولسوالیو مرکزونو طالبانو نیولي.

په ولسي جرګې کې هم د سرپل ځینو وکیلانو د دغو ولسوالیو د سقوط خبر تائید کړی دی.

افغان چارواکي د طالبانو د وروستیو ادعاو په اړه څه نه وايي، خو د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي، د افغان ځواکونو له خوا په پرله پسي توګه د ولسوالیو پرېښودل د یوه منظم پلان برخه نه ده.

ښاغلي عبدالله ویلي، افغان امنیتي ځواکونه د ګڼو عواملو له مخې ځیني ولسوالۍ او سیمې پرېږدي، خو نوموړي دا عوامل نه دي په ګوته کړي.

په ورته وخت کې افغان امنیتي چارواکي وايي، د داسي پلانونو پر جوړولو بوخت دي، چې په وینا یې د طالبانو برېدونه شنډ او سقوط شوې ولسوالۍ بېرته ونیسي.

دوی په بغلان، فاریاب، پروان، هلمند، غزني او بادغیس کې د ځمکنیو او هوايي عملیات په پایله کې لسګونو طالبانو ته د مرګژوبلي اړولو ادعا هم کړې ده