دوستم 'د هېواد دفاع' لپاره د عطا محمد نور د پلان هرکلی کړی؛ محقق وایي 'د حکومت هوکړه پکار ده'

د عکس سرچینه، ABDUL RASHID DOSTUM FB
د جنبش اسلامي ګوند مشر او د افغان ولسمشر پخواني لومړي مرستیال مارشارل عبدالرشید دوستم د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې د طالبانو پرلپسې بریدونو مخنیوي لپاره د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور د وړاندیز هرکلی کړی دی.
عطا محمد نور دوه ورځې وړاندې په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي وو، اړتیا ده چې د مارشال دوستم او محمد محقق په همغږۍ د یوه روښانه سیاست پر بنسټ په حکومتي چوکاټ کې د هېواد د دفاع لپاره ګامونه پورته شي.
په ورته مهال د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق هم ویلي چې د دغه طرحې پلي کول به د حکومت له هوکړې سره د اجرا وړ وي.
په دې وروستیو کې د شمال په ګډون د افغانستان په بېلابیلو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی او طالبانو په پرلپسې ډول د څو ولسوالیو د نیولو ادعاوې کړي.
عطا محمد نور ادعا کړې چې د حکومت د نوي سیاست پر بنسټ هغه لرې پرتې ولسوالۍ چې اکمالات ورته سخت دي خالي کېږي.
خو ښاغلي نور ټینګار کړی چې دغه کار باید د سیمې د خلکو او سیمه یزو قومندانانو په مشورې تر سره شي.
هغه همدا راز ویلي، دی لیواله دی چې د مارشال دوستم او محمد محقق سره په مشوره او همغږۍ د یوه روښانه سیاست پر بنسټ د خپلې خاورې دفاع وکړي.
د ښاغلي نور یو سلاکار مرتضی جلالي بي بي سي ته وویل، د یوې اجماع رامنځته کول د اړتیا له مخې مطرح وو خو د ده په وینا دا کار تر اوسه د یوې طرحې په چوکاټ کې دی.
نوموړی وایي: "موږ د یوه نوي قدرت د رامنځته کولو پلوي نه یوو، نو له دې امله د مارشارل دوستم او استاد محقق په مشوره د خپلو خلکو د یو ځای کېدو لپاره هلې ځلې کوو. د لومړنیو خبرو لپاره تر اوسه درې اړخیز پلاوی نه دی ټاکل شوی او روښانه ده چې دغه جبهه به په شمال او د هېواد د شمال د دفاع لپاره جوړیږي."
د مارشال دوستم لخوا هرکلی

مارشال عبدالرشید دوستم چې په ورستیو ورځو کې د شمال په جګړو کې لیدل شوی دی وايي، د ښاغلي نور له طرحې هرکلې کوي.
ښاغلي دوستم ته نږدې کس عنایت بابر فرهمند بي بي سي ته وویل، تر اوسه د ښاغلي نور د لیکنې په تړاو کوم رسمي ګام نه دې اخیستل شوی خو مارشال دوستم د دې اقدامونو هرکلی کوي.
ښاغلی فرهمند وايي د پوځي تجربو تر څنګ د سیاسي رهبرانو ګډ جوړښت کولی شي چې د سیمه یزو ځواکونو او په شمال کې له خلکو سره ګټور تمام شي.
د اسلامي جنبش ګوند ویاند احسان نیرو بي بي سي ته وویل: "زموږ ټینګار به همدا وي چې مارشال دوستم په خپل ټول توان سره د امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ عملیات پر مخ یوسي".
د افغانستان د وحدت ګوند مشر او د ولسمشر سلاکار محمد محقق بي بي سي ته وویل، د جګړې لپاره د خلکو یو ځای کول او د مخالفینو پر وړاندې دریدل نوی خبره نه ده، ځکه د ده په ټکو له وړاندې په هزاره جاتو او د شمال په ځینو سیمو کې خلک د حکومت سره په همغږۍ د افغان ځواکونو تر څنګ جنګېدلي.
ښاغلی محقق وايي د دغې طرحې پلي کېدل به د حکومت په هوکړې پورې مشروط وي. نوموړی زیاتوي:
"تر اوسه په دې تړاو کوم اقدام نه دی شوی. وګورو چې حکومت یې په تړاو څه وايي، ځکه د هغوی همغږۍ ته هم اړتیا ده. که دولت لازمه وګڼله دا کار کوو، او که بې له هغوی دا کار وکړو هسې نه چې زموږ نظام تر پوښتنې لاندې راشي، یعنې که حکومت له دې هرکلې وکړي چې د شمال په تړاو تاسو جلسه وکړئ موږ دا کار کوو او که یې وویل چې دا بې مصلحته کړنه ده بیا هم په دې تړاو فکر کوو."
ښاغلي محقق همدا راز بي بي سي سره په ځانکړې مرکه کې وویل چې دا مهال یې کابو لس زره ټوپکوال په شمال کې فعال کړي چې ځیني یې د حکومتي ځواکونو په چوکاټ کې ښکیل او ځیني نور بیا د اړتیا پر مهال د جګړو ډګرونو ته وردانګي.
افغان حکومت په دې تړاو تر اوسه ښکاره څه نه دي ویلي، خو ښکاري چې د افغان ځواکونو تر څنګ د بانفوذه سیاسي او جهادي څيرو له دریدو سره چندانې مخالفت هم نه لري.
حکومت تل ټينګار کړی چې افغان ځواکونه یوازینی رسمي ځواک دی چې هر ډول مخالفین او غیر قانوني کړنې وځپي.






















