بدخشان کې د اعتراض کوونکو او امنیتي کسانو ترمنځ نښته کې مرګژوبله اوښتې

.

د عکس سرچینه، Social media

د خپرېدو وخت

د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې نن سې شنبه د یو شمېر اعتراض کوونکو او امنیتي کسانو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۳ کسان وژل شوي او له شلو ډېر ژوبل دي.

نښته هله رامنځته شوه چې اعتراض کوونکو غوښتل د والي پر دفتر ورشي، خو امنیتي ساتونکو یې مخه ونیوله.

د سیمې اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي، د ولایت مقام ساتونکو د ډزو له کبله یو شمېر کسان تپیان شول.

د ولایتي شورا رئیس بشیر صمیم بي بي سي ته وویل، د ټپیانو له ډلې ۳ کسان وروسته روغتون کې مړه شوي.

نوموړی وایي، دې کسانو د خپلو حقونو غوښتلو لپاره سې شنبه سهار فیض اباد ښار کې د والي دفتر مخې ته اعتراض پیل کړی و.

د هغه په وینا، ځایي خلکو بدخشان کې د شورابک بند د پرانیستنې ځنډېدو، د برېښنا لوړې بیې او همدا راز هلته د څښاک اوبو کمښت پر ضد اعتراض کاوه.

ولایتي چارواکي څه وایي؟

.

د عکس سرچینه، Social media

بل لور ته د بدخشان والي ذکریا سودا بي بي سي ته ویلي، د سې شنبې پېښه عادي اعتراض نه و، بلکې یو شمېر کسانو له کاڼو، لرګیو او ټوپکو سره د ولایت پر ودانۍ برید وکړ او ښیښې یې ورماتې کړې.

پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې هم ښکاري چې د ولایت مقام تر شا له یوې ودانۍ لوګي پورته کېږي. ځینو کسانو ویلي چې دا د مستوفیت ودانۍ ده چې پارېدلیو احتجاج کوونکو اور ور اچولی.

اعتراض کوونکي وایي، د شورابک بند چارې ۳ میاشتې مخکې بشپړې شوې دي، خو لا یې هم پرانیستنه نه ده شوې او له همدې کبله د ځایي خلکو سره پوښتنې او اندېښنې پیدا شوې دي.