امریکا: افغان حکومت او طالبان دې د سولې خبرې چټکې کړي؛ کابل د مرستو د دوام د ډاډ مننه وکړه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

واشنګټن د افغانستان له دولتي مشرانو او طالبانو وغوښتل چې د سولې پروسه چټکه کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې جالینا پورټر پرون (جمعه د جون ۴مه) یوې خبري ناستې ته ویلي د افغانستان حکومت او طالبان باید د یوه جامع او دایمي اوربند پر سر هوکړې ته د رسېدو او دغه هېواد کې له ۴۰ کلونو د اوږدې جګړې پای ته رسولو لپاره د سولې مذاکرات چټک کړي.

امریکا داسې مهال د افغان سولې د پروسې د چټکېدو غوښتنه کوي، چې د افغان دولت د مرکچي ټیم غړي طالبانو سره سولې خبرو د دوام لپاره دوحې ته تللي دي.

له دې سره له قطره رپوټونه وايي د افغان حکومت او طالبانو پلاوي سره تماس کې دي خو تر اوسه رسمي ناستې لا نه دي شوي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې ټکنۍ پر مخ ځي او دواړه خواوې یو بل خبرو ته په کمه لیوالتیا تورونوي.

د امریکا بهرنیو چارو زوارت په ورته وخت کې له افغانستان سره بشردوستانه برخو کې د ۲۶۶ میلیون ډالرو اضافه مرسته هم اعلان کړې ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پر خپل ټویټر لیکلي: "متحدو ایالتونو له کلونو راهیسې د افغان راستنېدونکو، کډوالو او بېځایه شویو ملاتړ ته لومړیتوب ورکړی دی. د امریکا لخوا د ۲۶۶ میلیون ډالرو نوې بشردوستانه مرسته د افغانستان د سوله ییز او باثباته راتلونکې او د دغه هېواد له خلکو سره ژموږ د ژمنتیا پخه بېلګه ده."

متحدو ایالتونو څو ورځې وړاندې هم افغانستان سره د ۳۰۰ میلیون ډالر مرسته اعلان کړې وه.

اغلې پورټر ویلي چې دغو مرستو سره به له ۲۰۰۲ کال افغانستان سره دامریکا د ټولو بشردوستانه مرستو کچه ۳ اعشاریه نهه میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

د دغو مرستو لویه برخه به له بې ځایه شویو، راستنو شویو او بې وزله کورنیو سره په مرسته ولګېږي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي د ځواکونو تر ایستلو وروسته هم افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي.

د افغان حکومت غبرګون

د افغانستان بهرنیو چار وزارت د امریکا لخوا دغه هېواد سره د دغو نویو بشردوستانه مرستو د اعلان او راتلونکې کې د ملاتړ د دوام د ډاډ مننه کړې ده.

د دغه وزارت ویاند ګران هېواد بي بي سي ته ویلي: "د مرستو دا اعلان د دې ښکارندوی دی چې د غوڅ ملاتړ ماموریت د پوځونو تر وتلو وروسته هم افغانستان سره د متحدو ایالتونو ملاتړ دوام لري."

پر دې سربېره د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هم پر خپل ټویټر لیکلي چې د افغانستان له حکومت او خلکو سره د امریکا د دوامداره ملګرتیا مننه کوي.