افغانستان کې د اوربند پای؛ هلمند کې د طالبانو پرضد چاڼیز عملیات پیل شوي

د عکس سرچینه، 215corps
د نېکمرغه کوچني اختر د درېیو ورځو اوربند پای ته رسېدو سره، د افغانستان ملي اردو په سوېلي هلمند ولایت کې چاڼیز عملیات پیل کړي دي. افغان پوځ ادعا کوي چې د هلمند مارجه ولسوالۍ کې یې د حسیني په نامه د طالبانو د پوځي مسئول په ګډون د دوی ۲۱ جنګیالي وژلي دي.
دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ (غویي ۲۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې نن سهار یې ځواکونو هلمند د وسلو یوه ډېپو او د ماین جوړولو یوه کارخونه ویجاړه کړې او لاهم هلته چاڼیز عملیات لاهم روان دي.
طالبانو ددې رپوټ تر جوړېدو د دفاع وزارت د ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو یوه ویاند یې قاري یوسف احمدي پر ټویټر لیکلي، چې هلمند کې د افغان پوځ یو سرتېري دوی ته له وسلې سره وراوښتی دی.
دفاع وزارت وايي، په سوېل کې ۲۱۵ میوند قول اردو د هلمند په ګڼو سیمو کې هممهاله چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
د کوچني اختر پر درېیمه او وروستۍ ورځ (شنبه، غویی ۲۵مه) افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د قول اردوګانو له قومندانانو سره خبرو کې ویلي وو، که هرځای اوربند ماتېږي، افغان ځواکونه به یې ځواب ورکوي.
ولسمشر غني له امنیتي چارواکو دا هم غوښتي وو چې "که طالبان جګړې ته دوام ورکوي، تاسې هم باید د مقابلې لپاره لازم چمتووالی ولرئ، ځکه موږ ټول د نظام او خلکو ساتونکي یو".
ښاغلي غني داسې مهال له امنیتي چارواکو سره خبرې کړې، چې د نېکمرغه کوچني اختر پر درېیمه ورځ د طالبانو له لوري د اختر په درېیو ورځو کې اعلان شوی اوربند پای ته ورسېد.
تېره ورځ (شنبه/غویی ۲۵مه) افغان چارواکو وویل، چې د اوربند پرمهال د هېواد په بېلا بېلو برخو کې لږترلږه ۳۰ ملکي وګړي وژل شوي.
له دې سره یو ځای د هلمند امنیتي چارواکو ویلي وو، په نهر سراج ولسوالۍ کې د نا مالومو کسانو له لورې یوه ښوونځي ته اور اچول شوی دی.

د عکس سرچینه، ARG
په ارزګان ولایت کې یو شمېر حکومتي سرچینې بیا وايي چې طالبانو له اوربند سرغړونه کړې ده، خو طالبانو ویلي چې حکومت له اوربند په ګټې اخیستنې سره پر دغې ډلې د برید لپاره چمتوالی نیو.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د امریکا سفارت خبرداری ورکړی چې د تېرو کلونو تجربو ته په کتو ښايي د اوربند له پای ته رسېدو سره تاوتریخوالی زیات شي.
مخکې طالبانو ویلي وو، د کوچني اختر په پار تر درې ورځني اوربند وروسته د دې اوربند غځولو پلان نه لري. یادې ډلې ویلي وو، د اختر لپاره اعلان شوی اوربند یوازې د عامو خلکو لپاره دی.
طالبانو دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د افغان حکومت، نړیوالې ټولنې او عامو افغانانو لخوا د کوچني اختر درې ورځني اوربند د غځولو غوښتنې شوې وې.
غني: پاتې طالب بندیان هغه مهال خوشي کوو چې پوه شو بشپړې سولې ته لاره هواریږي
وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو، د طالبانو پاتې اووه زره بندیان یوازې هغه مهال خوشي کوي چې پوه شي دا چاره بشپړې سولې ته لاره هواروي.
ولسمشر غني د جرمني 'دېر شپېګل ' مجلې سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، سوله لومړنی غوراوی دی او طالبان چې کله پوه شي حکومت نشي پرځولی، بیا اړ کېږي چې سولې ته راوګرځي.
ولسمشر غني د سولې په روان بهیر کې د سيمې په تېره بیا پاکستان پر رول ټینګار کړی او لویدیځې ديپلوماسۍ ته يې هم سپارښتنه کړې چې د طالبانو له نازولو لاس واخلي.

د عکس سرچینه، TALIBAN SPOKESMAN
ولسمشر غني په دغه تازه مرکه کې ویلي چې سوله اوسمهال تر ټولو واکمنه سناریو ده او په وینا يې هغه مهال چې طالبان پوه شي چې حکومت نشي نسکورلی، نو دوی به هم سوله د یوې واکمنې سناريو په توګه ومني.
ښاغلي غني په دغه مرکه کې چې تېره اونۍ شوې او پرون جمعه خپره شوې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د احتمال خبره هم کړې، خو ویلي يې دي چې افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه هر ډول وضعیت ته چمتو دي.




















