غني: پاتې طالب بندیان هغه مهال خوشي کوو چې پوه شو بشپړې سولې ته لاره هواریږي

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د طالبانو پاتې اووه زره بندیان یوازې هغه مهال خوشي کوي چې پوه شي دا چاره بشپړې سولې ته لاره هواروي.
ولسمشر غني د جرمني 'دېر شپېګل ' مجلې سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، سوله لومړنی غوراوی دی او طالبان چې کله پوه شي حکومت نشي پرځولی، بیا اړ کېږي چې سولې ته راوګرځي.
ولسمشر غني د سولې په روان بهیر کې د سيمې په تېره بیا پاکستان پر رول ټینګار کړی او لویدیځې ديپلوماسۍ ته يې هم سپارښتنه کړې چې د طالبانو له نازولو لاس واخلي.
ولسمشر غني په دغه تازه مرکه کې ویلي چې سوله اوسمهال تر ټولو واکمنه سناریو ده او په وینا يې هغه مهال چې طالبان پوه شي چې حکومت نشي نسکورلی، نو دوی به هم سوله د یوې واکمنې سناريو په توګه ومني.
ښاغلي غني په دغه مرکه کې چې تېره اونۍ شوې او پرون جمعه خپره شوې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د احتمال خبره هم کړې، خو ویلي يې دي چې افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه هر ډول وضعیت ته چمتو دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه د سولې پر سیمهييز او نړیوال اړخ ټینګار کړی او ویلي يې دي چې د افغانستان په سوله باید له هر څه وړاندې په سیمهييزه کچه پرېکړه وشي.
هغه زیاته کړې چې که سیمه ییزه او نړیواله همکاري وي او په خبره یې پاکستان رښتینې مرسته وکړي، د ناخوالو او جګړو مخه نیول کېدی شي.
ولسمشر غني په اوسنیو حساسو شرایطو کې د سولې او جګړې برخلیک د پاکستان پریکړو پورې تړلی ګڼي او وايي، دې پروسه کې اوس د امریکا رول ډېر محدود دی.
ولسمشر غني ویلي چې پاکستان د ملاتړ یو منظم سیستم پر مخ بيايي او طالبان هلته تخنيکي او مالي ملاتړ مومي او هلته جنګیالي پیدا کوي، هغه څه چې پاکستان له دې وړاندې بیا بیا رد کړي دي.
ولسمشر غني وايي د پاکستان د پوځ لوی درستیز د کابل د وروستي سفر پر مهال په زغرده ډاډ ورکړی چې افغانستان کې د طالبانو امارت په ځانګړې توګه د پاکستان او سیمه کې د هیچا په ګټه نه دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو هغه دا هم منلې چې د پاکستان پوځ کې یو شمېر ټیټ پوړي کسان لا هم ځینو برخو کې ملحوظات لري.
ښاغلی غني د افغانستان د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي تړون مهم ګڼي، خو پر دې هم ټینګار کوي چې دی د افغانستان بې طرفي غواړي.
هغه ویلي: "موږ نه غواړو چې افغانستان د سیمه ییزو او نړیوالو سیالیو برخه وګرځي."
ولسمشر غني وايي، اروپا او نړیواله ټولنه له روان وضعیت له وتلو سره مرسته کولی شي خو په ورته مهال يې دا هم ویلي چې لویدیځه دیپلوماسي دې د طالبانو له نازولو لاس واخلي.



















