امریکا، ملګري ملتونه او اروپايي ټولنه د افغان خبریالانو پرضد د تاوتریخوالي پای ته رسېدل غواړي

د عکس سرچینه، UNAMA
- Author, محمد ندیم اشرف
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
نن د می ۳مه چې د مطبوعاتو د ازادۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده، امریکا، ملګري ملتونه او اروپايي ټولنه د رسنیو نړیوالې ورځې په مناسبت له افغان رسنیو خپل ملاتړ اعلانوي او وايي، د افغان خبریالانو پرضد تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږي.
دوی په ګډه بیانیه کې وايي، افغان خبریالان باید خوندي شي او څوک چې د دوی پرضد تاوتریخوالی کوي او وژني یې باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د دې ورځې په مناسبت د بښنې نړیوال سازمان پر افغان حکومت غږ کړی چې په روان سخت تاوتریخوالي کې خبریالان خوندي کړي.
دغه اداره په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتابه لپاره اخیستل شوي ګامونه پوره نه بولي او زیاتوي چې افغان خبریالان د ګواښونو په منځ کې رسنیز فعالیتونه کوي:
"افغان حکومت باید د خبریالانو د ډېر خوندیتوب لپاره سملاسي ګامونه پورته کړي."
د دې ادارې د رپوټ له مخې پر ۲۰۲۰ کال افغانستان کې ۱۱ خبریالان په نښه او ووژل شول او د رپوټونو له مخې څلور هم سږني ۲۰۲۱ کال کې وژل شوي دي.
د بښنې نړیوال سازمان وايي، خبریالان د خپل کار له امله پرلپسې ګواښل کېږي، ځورول کېږي او وېرول کېږي او د دې بد حالت له امله ډېر خبریالان ګډوالېږي.
په افغانستان کې چې تېر شاوخوا دوه کلونه د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې له ګواښونو او تاوتریخولي ډک وو، د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره افغان خبریالان او د خبریالانو د خوندیتوب کمټې خپل راتلونکی لا ګونګ بولي.
افغان خبریاله ۲۷ کلنه لېمه سپېڅلې لس کاله کېږي په کورنیو رسنیو کې کار کوي خو اوس د خپل کار د راتلونکې په اړه اندېښمنه ده.
هغه وايي داسې هیڅ ضمانت نشته چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به په دغه هېواد کې د رسنیو ازادي او په دې برخه کې د مېرمنو کار له ګواښ سره مخ نه شي:
" که بهرني ځواکونه له افغانستان نه له هوکړې پرته وځي، د خبریالانو په تېره د ښځینه خبریالانو لپاره یو جدي ګواښ دی چې په رسنیو کې په ازاد ډول کار وکړي. د خبریالانو د خوندیتوب لپاره هیڅ کار نه دی شوی او د یوې خبریالې په توګه د ځان د کار او رسنیو د ازادي لپاره ښه راتلونکی نه ګورم".
د ښځینه خبریالانو ستونزې

د عکس سرچینه، Getty Images
په وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې د انعکاس په نوم د یوه خصوصي ټلویزیون د څلورو ښځینه کارکوونکو له وژل کېدو سره اوس د دغه ټلویزیون هغه ټول پروګرامونه ځنډېدلي چې مېرمنو به چلول، ځکه ټولې خبریالانې یې د امنیتي ستونزو له امله په کور کښېناستلې.
د دغه ټلویزیون د خپرونو مسؤل شکرالله پاڅون وايي: "له هغه وروسته چې د انعکاس ټلویزیون څلور خبریالانې وژل شوې دي نو ټول هغه پروګرامونه بند شوي چې ښځینه کارکوونکو پر مخ بوول، اوس نه هم په ټلویزیون کې او نه هم په راډیو کې کارکوونکې لرو، ځکه چې د ښځو د کار لپاره ډاډ نشته".
د رسنیو د ازادي نړیواله ورځ داسې مهال رارسېږي چې په افغانستان کې تر بل هر وخت د دغې برخې په تړاو اندېښنې ډېرې شوې دي.
د ښځینه خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، په وروستیو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له ډېرېدو سره د رسنیو ازادي له ګواښ سره مخ شوې ده.
دغه بنسټ زیاتوي چې د رسنیزو فعالیتونو د خوندیتابه لپاره له یوې هوکړې پرته له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل به دا برخه لا اغېزمنه کړي.
د ښځینه خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د جنډر برخې مشره وحیده فیضي وايي، د ګواښونو له امله په تېر یوه کال کې د رسنیو ازاد کار زیانمن او راتلونکی یې لا تیاره دی:
"موږ ته څوک نه وايي چې په رسنیزو کارونو کې سانسور راولو، خو دا وضعیت داسې شوی چې موږ د خپل ځان د خوندیتوب لپاره سانسور کوو. خو دا داسې وضعیت دی چې د رسنیو او بیان اصلي ازادي یو ډول تر سوال لاندې راولي".

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی هم د رسنیو د ازداۍ د راتلونکې په اړه اندېښنه لري.
دغه اداره بیا وايي چې د دغه ارزښت د خوندي ساتلو لپاره باید د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته پر افغان حکومت د نړیوالو فشار وي. د نی اجرایوي مشر مجیب خلوتګر د افغان سولې په بهیر کې د رسنیو پر ازادي نه بحث هم جدي اندېښنه بولي.
"د سولې خبرو محور واک دی او دا خطرناکه خبره ده. کومې پرېکړې چې تر اوسه شوې دي نو په هغه کې د خبریالانو او رسنیو د ازادي لپاره هیڅ بحث نه دی شوی او څنډې ته کړای شوې ده دا برخه اندېښنه لرو که طالبان په واک کې شریک شي، خپله د رسنیو او بیان ازادي لپاره یو خنډ دی"
افغان حکومت په وار وار ویلي دي چې د رسنیو ازادي او د خبریالانو خوندیتوب ته ژمن دی. په بین الافغاني مذاکراتو کې د افغان حکومت مرکچي پلاوي هم ویلي دي چې د بیان ازادي د دوی د اجنډا یو مهم بحث دی. افغان حکومت د رسنیو کارکوونکو پر وړاندې امنیتي خطرونو ته د رسېدو لپاره د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په مشرۍ د حکومت او رسنیو ګډه کمېټه جوړه کړه.
حکومت څه وايي؟

د ولسمشر د دویم مرستیال د دفتر د رسنیو مسؤل محمد هدایت وايي، افغان حکومت د رسنیو د ازادي او د خبریالانو د خوندیتوب لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.
هغه وايي چې حکومت په تېرو کلونو کې اطلاعاتو د لاسرسي قانون او کمېسیون جوړ کړ او د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې له رامنځته کېدو سره د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخولي هغه ۱۶۰۰ قضیې پر مخ بوول شوې دي چې پخوا یې کارونه پاتې وو.
ملګرو ملتونو د رسنیو د ازادي د سږ کال نړیوالې ورځې لپاره «مالومات عامه ملکیت یا شتمني ده» شعار ټاکلی دی.
دغې ادارې د رسنیو ازادي د رڼوالي او پیاوړتیا او ټولو هېوادونو لپاره مهم اصل بللی دی.






















