شمالي کوریا د بایډن اداره پر غلیمانه تګلارې تورنه کړې

د خپرېدو وخت

په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د شمالي کوریا پر وړاندې د خپلې تګلارې په ډاګه کولو لپاره چمتوالی نیسي، پیونګ یانګ د امریکا پر سیاست یوځل بیا برید کړی دی.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، واشنګټن کې د چارواکو وروستۍ څرګندونې ددې ښکارندویي کوي چې د بایډن ادارې د شمالي کوریا پر وړاندې "دوښمنانه سیاست" لاهم ساتلی دی.

د روانې اونۍ لومړنیو کې جو بایډن د شمالي کوریا اتومي پروګرام د نړیوال امنیت لپاره یو "جدي ګواښ" بللی و.

سپینې ماڼۍ ویلي،‌ د شمالي کوریا پر وړاندې د "حساب شوي" چلن هوډ لري.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي تېره جمعه ویلي وو، د امریکا سیاست بشپړ شوی او ښاغلی بایډن د امریکا د تېرو ادارو له هغو تجربو ډېر څه زدکړي چې له اتومي پروګرام یې د شمالي کوریا د لاس اخیستو او قانع کولو هڅې کړې خو ناکامې شوې دي.

هغې وویل: "زموږ سیاست به یوې لویې معاملې ته پر لاسرسي متمرکز نه و، بلکې د زغم پر تګلارې به هم تکیه کوو".

په پام کې ده چې امریکا به د خپلې ستراتیژۍ په اړه د جاپان او جنوبي کوریا د ملي امنیت د سلاکارانو کوربتوب وکړي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تېره اونۍ د امریکا کانګرس ته د شمالي کوریا د اتومي پروګرام په اړه د جو بایډن څرګندونې "د زغم وړ نه دي" او دا یې "لویه رسوايي" بللې ده.

ښاغلي بایډن پخپلو خبرو کې ویلي وو، د شمالي کوریا او ایران اتومي پروګرام "د امریکا او د نړۍ د ملي امنیت لپاره جدي ګواښ دی".

ده زیاته کړې وه: "موږ به ددغو هېوادونو د ګواښ پر وړاندې له خپلو ټلوالو هېوادونو سره نژدې همکاري ولرو".

واشنګټن وايي، په تېره فبرورۍ میاشت کې یې هڅه کړې چې له شمالي کوریا سره دیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړې.

امریکا د شمالي کوریا د لنډ واټن توغندیو ازمویلو ته چندان اهمیت نه دی ورکړی او وايي دا "یو عادي پوځي فعالیت" دی.

پیونګ یانګ لا تر اوسه جو بایډن د امریکا د نوي ولسمشر په توګه رسماً نه دی پېژندلی.