تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بلېنکن: افغانستان کې د هرې سناریو لپاره پلان نیسو؛ کورنۍ جګړه د هېچا په ګټه نه ده
د امریکا د بهرنیو چارو وزیز انټوني بلېنکن وایي، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د کورنۍ جګړې احتمال شته، خو دا جګړه د هېچا په ګټه نه ده او د افغان حکومت او طالبانو په ګډون د افغانستان ګاونډیان او د سیمې هېوادونه یې هم نه غواړي.
خو ښاغلي بلېنکن سې شنبه واشنګټن کې یوې خبري ناستې ته وویل، امریکا باید په افغانستان کې د هر ډول سناریو لپاره پلان ونیسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، په تېرو شلو کالو کې یو شمېر هېوادونو د افغانستان قضیې حل کې ونډه نه ده اخیستې، خو دا هېوادونه اوس خپلو ملي ګټو ته په کتو سره باید پرېکړه وکړي.
نوموړي وویل، دا هېوادونه باید په افغانستان کې خپل نفوذ په داسې ډول وکاروي چې هلته ثبات رامنځته شي.
هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د پوځیانو له ايستلو وروسته به هم افغانستان سره دیپلوماتیک اړیکي ټینګ پاتې شي او امریکا به د دې هېواد مالي او بشري برخو کې مرسته کوي.
انټوني بلېنکن د هغو افغان ژباړونکو او نورو کسانو برخلیک په اړه- چې تېرو شلو کالو کې یې له امریکایي پوځ سره دندې درلودې- وویل، شاوخوا ۱۸۰۰ کسانو په امریکا کې د مېشتېدو لپاره ورسره نوم لیکنه کړې ده.
د هغه په وینا، له دې ډلې د ۹۰۰ کسانو کارونه مخکې تللي دي او د پاتې ۹۰۰ کسانو پر غوښتنلیکونو ایله اوس کار پیل شوی او احتمال شته چې نور کسان هم له افغانستانه د وتلو او امریکا کې د مېشتېدو لپاره نوم لیکنه وکړي.
"که طالبان بیا واکمنېږي امریکا یې د مقابلې پلان لري؟"
د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان راتلونکی څنګه کیږي، د افغانستان پر مېرمنو څه راځي او څنګه دې هېواد کې ثبات ټینګېدلی شي دا هغه پوښتنې وي چې امریکايي سناتورانو د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وکړې.
سناتورانو خپلو خبرو کې بیا بیا خلیلزاد وپوښت، که طالبان پر افغانستان بیا واکمنېږي د دې ډلې سره د مقابلې لپاره هم څه پلان شته او یا امریکا کې څوک دې مسلې ته رسیدګي کوي.
ښاغلي خلیلزاد په ټوله کې باور وښود چې طالبان دا ډول ځواک نه لري او زیاته یې کړه چې "ملي امنیت شورا به دا مسله څېړي."
ښاغلي خلیلزاد هڅه وکړه چې دوی ډاډمن کړي که طالبان د امریکا د ګټو په خطر کې اچولو نیت لري، دا هېواد به بیا دا ډله وځپي.
خو د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر سناتور باب مننډز وویل، دې برخه کې کوم ځانګړی پروګرام نشته او ښه خبره دا ده چې امریکا له طالبانو سره د نوې مقابلې لپاره ځان تیار کړي.
د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ناسته کې پر دې هم خبرې وشوې چې دولت باید وارله مخه یو کس یا بنسټ وټاکي چې که طالبان بیا واک ته رسېږي څوک ورسره د مقابلې مسئول دی.
ښاغلي خلیلزاد نږدې دوه ساعته د سناتورانو پوښتنو ته ځواب ورکړ او هڅه یې وکړه ټینګار وکړي چې طالبان د امریکايي سرتېرو وتلو ته کوم ګواښ نه پېښوي.
هغه وویل موږ په زغرده ویلي چې که د وتلو پر مهال پر موږ برید وشو غوڅ ځواب به ورکړو.
سناتورانو پوښتنو او د نوموړي ځوابونو کې دا اندېښنه ډاګیزه کړه چې پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو سره ښايي د ترهګریزو بریدونو خطر ډېر شي او هم افغان ټولنه کې د ښځو ځای له خطر سره مخ شي.
د امریکا امنیت او له افغانستان وتل
ډېری امریکايي سناتورانو دې ناسته کې ښاغلی خلیلزاد د افغانستان راتلونکي ته هیله من باله.
دوی خپلو خبرو کې بیا بیا ټینګار وکړ چې طالبان ښايي د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته پر افغانستان ولکه وکړي.
خو زلمي خلیلزاد هیله وښوده چې افغان امنیتي ځواکونه به د طالبانو مقابل کې د هېواد دفاع وکړي.
هغه هڅه وکړه چې د جو بایډن پر خبرو تکیا سره څلور داسې دلیلونه ووايي چې ښاغلی بایډن یې له مخې له افغانستان امریکايي ځواکونه باسي.
- پر افغانستان د برید اصلي موخه هم د القاعده بهر کول و.
- نړۍ له ۲۰۰۱ بدله شوې او له افغانستان د القاعده ګواښ نشته.
- د امریکا ضد سخت ګواښ نشته.
- له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتلو لپاره له طالبانو سره د امریکا تړون او که دا نظر بدلېږي له طالبانو سره د بیا جګړې مانا لري.
اقتصادي چانسونه
د مریلنډ ایالت سناتور کریس ون هلن هغې طرحې ته اشاره وکړه چې کلونه مخکې د امریکا استازو جرګه کې تصویب شوې وه، خو هیڅکله سنا کې تصویب نه شوه.
د هغې طرحې له مخې افغانستان او د پاکستان ځینې برخو کې ځینې تولید شوي توکي له ګمرک پرته امریکا ته واردېږي.
ښاغلي ون هلن له زلمي خلیلزاد وپوښتل چې دا اقتصادي پلان به د ټیکاو او امنیت سبب شي، په ځواب کې خلیلزاد وویل:
"موږ د افغانستان او پاکستان او له منځنۍ اسیا سره د دې دوو هېوادونو او همدارنګه زموږ او افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ زیاتېدو ملاتړ کوو. "
هغه زیاته کړه چې دا پلان ډېر ارزوي او له سناتور ون هلن سره همکاري کوي.
په ځواب کې ون هلن واویل، جمهوريپال د دې پلان ملاتړ کوي.
له افغان مېرمنو سره څه کېږي؟
د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر پر لومړنیو خبرو سربېره- چې د غونډې لومړنۍ وینا یې وکړه- نورو ډېرو سناتورانو هم دې ناسته کې د افغان مېرمنو مسله را پورته کړه او د حکومت استازی یې وپوښت چې بالاخره امریکا د افغان مېرمنو لپاره څه پلان لري؟
د ډیموکراټ ګوند د غړې جین شهین خبرې تر ټولو اغېزناکې وې چې ان د سیال ګوند همکارانو یې هم وستایلې.
اغلې شهین له زلمي خلیلزاد وغوښتل چې ځان ډاډه کړي د افغان ښځو حقونه خوندي پاتې شي او د سولې خبرو کې ګډون ولري. هغې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو پر وتلو خپګان وښود.
مېرمن شهین مخکې د تړلو دروازو تر شا ناسته کې هم دا اندېښنه پورته کړې وه او سناتوران یې پر دریځ پوهېدل.
مېرمن شهین د خبرو پر مهال د اوو افغان مېرمنو تابلو شاته درولې وه چې رسنیو یې هم انځور اخیستی دی.
مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزارت دې اوه افغان مېرمنو ته د زړورو مېرمنو میډال ور کړی چې خپل ژوند یې ټولنه کې بدلون ته ځانګړی کړی و.
دا مېرمنې؛ جنرال شرمیلا فروغ، مریم نورزاد، فاطمه رجبي، فرشته، ملاله میوند او فرشته کوهستانۍ وه.
سناتور شهین د دې ښځو انځور کمرو ته ونیو او د هرې یوې د چارو په هکله یې خبرې وکړې.
هغې وویل، د دې کسانو کار زړورتیا ته ضرورت نه درلود، خو د افغانستان ځانګړي شرایط سبب شول چې دوی په هېواد کې د روان تاوتریخوالي قرباني شي.
هغې هیله وښوده چې هر چا دا ناسته لیدلې وي، نو د دې ښځو نومونه یاد وساتي: "هغه نجونې په یاد ولرئ چې افغانستان کې لویېږي او باید هغه ازادي ولري چې میندي یې د ګټلو لپاره ورته جنګېدلې دي. دې نجونو موږ ته سترګې دي او موږ یې باید له پامه ونه باسو. "
هغې په ځانګړي ډول د مریم نورزاد خبره وکړه چې قابله یا روغتیاپاله وه. روغتون کې د یوې ښځې د زېږون پر مهال په برید کې ووژل شوه او هماغه مېندواره مېرمن او بچی یې هم ووژل شول.
مېرمن شهین په لړزېدلي غږ وویل، دا هماغه طالبان دي چې ورته وایو د خبرو مېز ته کېني او د خبرو ملاتړ وکړي.
ټاکلې ده امریکا تر څلورو میاشتو خپل ټول ځواکونه له افغانستان وباسي.
مېرمن شهین دغه وخت ته په اشاره خبرداري سره وویل، د امریکا دغه مهال د افغان مېرمنو د راتلونکو نسلونو پر ژوند اغېز پرېږدي:
"په دې باور یم چې هر څو مو په وس کې وي د افغان مېرمنو د ملاتړ لپاره یې وکاروو. "
هغې زیاته کړه چې امریکا تېرو دوو لسیزو کې د افغان مېرمنو او لږکیو د حقونو لپاره هڅې کړې دي او باید د سولې خبرو کې دا هرڅه په اوبو لاهو نه شي.
هغې له افغانستان د ځواکونو پر وتلو نیوکې سره وویل: "دا هڅه افغانستان کې د وضعیت خرابېدو سبب کېږي. "
د اغلې شهین خبرې تر ډېره د هغې نظر و او کومه پوښتنه پکې نه وه چې خلیلزاد یې ځواب کړي، خو د نوموړې تر خبرو وروسته خلیلزاد وویل له مېرمن شهین سره همغږی دی او همداسې به وکړي.