داودزی: تر هغې چې پاکستان سره ستونزه نه وي حل افغانستان کې ثبات ګران دی

د عکس سرچینه، Umer Daudzai Facebook
د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړی استازی عمر داودزی وایي، تر هغې چې له پاکستان سره شته ستونزې نه وي حل شوې، په افغانستان کې د تلپاتې سولې راتګ ګران دی.
ښاغلي داودزي بي بي سي پښتو تلویزیون سره ځانګړې مرکه کې وویل، دی اوس هم ډاډه نه دی چې پاکستان 'د افغانستان دوښمنانو' ته پر خپله خاوره د پناه نه ورکولو پرېکړه کړې او که نه.
نوموړي زیاته کړه، اصلي ستونزه همدا ده چې پاکستان هم پر افغانستان ورته تورونه لګوي، او تر هغې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دا موضوع نه وي حل شوې نورې ستونزې نشي حل کېدلی.
د عمر داودزي په وینا، دا اټکل کول ګران دي چې پاکستان به د پردې تر شا د افغان سولې لپاره څه ډول نیت ولري، خو لږ تر لږه دې وروستیو کې د اسلام اباد چلن او ادبیات مثبت شوي او دې چارې هیله مندي پیدا کړې.
خو نوموړي ټینګار وکړ چې اصل قضاوت باید هله وشي چې د پاکستان دا هڅې کومه نتیجه هم ورکړي.
د طالبانو مشران پاکستان کې دي

د عکس سرچینه، M. Naeem Twitter
عمر داودزي بي بي سي سره خبرو کې وویل، تېرو ورځو کې قطر کې د افغان طالبانو د سیاسي دفتر غړي پاکستان ته تللي وو چې هلته له خپلو مشرانو سره سلام مشورې وکړي.
ښاغلی داودزی وایي، دا په دې معنا ده چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دي، او قضاوت هله کېدای شي چې پاکستان دوی خپله خاوره کې ونه ساتي.
افغان طالبانو تر دې دمه پاکستان ته د خپل سیاسي دفتر د غړو د سفر په اړه څه نه دي ویلي، خو دوحه کې یې د افغان دولت پلاوي سره بین الافغاني خبرې له اونیو راهیسې په ټپه ولاړې دي.
ښاغلي داودزي وویل، پاکستان پر طالبانو کافي 'اثر رسوخ' لري، او باید د همدې الې په کارولو سره طالبانو قانع کړي چې اوربند ته غاړه کېږدي.
عمر داودزي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې همدا نن ( دوشنبه اپریل ۲۶مه ) یوه پاکستاني پلاوي کابل ته خپل دوره ورځنی سفر پای ته ورساوه.
ښاغلي داودزي کابل ته د دې پلاوي له راتګ وړاندې بي بي سي ته ویلي وو چې دا یو "مذاکراتي او تخنیکي پلاوی " دی چې د مسلو پر عمق او جزئیات بحث کوي او د " لویو تفاهمونو " لپاره لاره هواروي.
ښاغلي داوودزي ویلي وو : " پاکستان باید افغانستان ته دا ثابته کړي چې رښتیني او جدي مرسته کوي او نتیجه به یې انشاء الله ژر راووځي ".
د دې پلاوي مشري د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي محمد صادق خان کوله، او کابل ته د سفر پرمهال یې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت، ملي امنیت شورا او ګڼو نورو چارواکو سره لیدنې درلودې.



















