افغانستان: ایا د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته وضعیت ښه شوی؟

    • Author, د واقعیتونو موندونکی ټیم
    • دنده, بي بي سي نیوز
  • د خپرېدو وخت

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، د راتلونکې سپتمبر تر ۱۱مې له افغانستان خپل ځواکونه باسي. دغه ځواکونه نږدې شل کاله وړاندې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته افغانستان ته لاړل او د طالبانو واکمني یې ړنګه کړه.

د بریتانیا لوی درستیز جنرال نیک کارټر څو ورځې وړاندې د ښځو ژوند، زدکړو او رسنیز ډګر کې پرمختګونو ته په اشارې سره بي بي سي ته وویل چې "افغانستان په دې موده کې ډېر پرمختګ کړی."

موږ دې لیکنه کې د دې د مالومولو هڅه کړې چې رښتیا په دغو برخو کې څومره پرمختګ شوی دی.

د تاوتریخوالي کچه څومره ده؟

په څو وروستیو کلونو کې که څه هم هڅې روانې وې چې طالبانو سره سوله وشي او په دې توګه له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتلو ته لار اواره شي، خو جګړې بیا هم ونه درېدې.

ملګري ملتونه وايي د روان ۲۰۲۱ کال لومړیو درېو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې پرتله افغانستان کې ملکي مرګژوبله د پام وړ لوړه وه. د روان تاوتریخوالي په ملکي قربانیانو کې د ښځو او ماشومانو شمېر هم لوړ دی.

د دې ملکي مرګژوبلې د سترې برخې مسئولیت د طالبانو په څېر پر وسله والو ډلو اچول شوی.

په ۲۰۲۰ کال تر ۳۰۰۰ ډېر ملکي افغانان وژل شوي وو. اصلآ تېرو اوو کلونو کې د افغانستان جګړه کې د وژل شویو ملکیانو شمېر له ۳ زرو نه دی راکښته شوی.

تېر کال په وژل شویو کې د مدني ټولنې، رسنیو، قضا او نورو ملکي ادارو د هدفي وژنو قربانیان هم شامل وو.

بي بي سي د ۲۰۱۹ کال اګست افغانستان کې روان تاوتریخوالی څارلی او موندلې یې وه چې دغه هېواد کې هره ورځ ۷۴ ښځې، ماشومان او سړي وژل کېږي.

تر دې مخکنی کال خو - چې ۳۸۰۰ ملکي کسان پکې وژل شوي او ۷۱۸۰ ټپي شوي وو - افغانستان کې د روانې جګړې تر ټولو خونړی کال و.

د ښځو وضعیت څنګه دی؟

۱۹۹۰یمه لسیزه کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ښځو ته د کار اجازه نه وه او همدا راز د زدکړو زمینه هم ورته نه وه برابره، خو په ۲۰۰۱ کال وضعیت بدل شو.

که څه هم د افغانستان د ملي احصایې ادارې ارقام ښيي چې لا هم د دولتي ادارو او ملکي خدماتو لویه برخه کارکوونکي نارینه دي، خو د تېرو دوو لسیزو پر مهال د ښځو شمېر هم پکې ډېر شوی دی.

شمېرې ښيي چې په ۲۰۰۴ کال څه باندې ۵۱ زره ښځو په دغو ادارو کې کار کاوه. خو دا شمېر په ۲۰۱۸ کال چې وروستي خپاره شوي ارقام هم د همدغه کال دي، ۸۷ زرو تنو ته لوړ شوی دی.

په دې موده کې د ملکي ادارو د نارینه کارکوونکو شمېر هم لوړ شوی، خو د ښځو سلنه ترې لوړه ده (۶۹ سلنه ښځې او ۴۱ سلنه نارینه).

د ملي احصایې ادارې لخوا خپرو شویو مالوماتو کې دا ارقام نشته چې څومره ښځې د کومې کچې پر بستونو کار کوي او د نارینو پرتله یې تنخواګانې څنګه دي. د غېردولتي ادراو اړوند مالومات هم لا نشته.

افغانستان کې د جنسیتي برابرۍ په اړه د امریکا وروستی رسمي راپور وايي چې اوس 'بې مخینې' شمېر ښځې د عامه خدماتو ادارو کې کار کوي او همدا راز پارلمان، ولایتي او د ولسوالیو شوراګانو کې هم ورته لږترلږه قانوني ونډه پام کې نیول شوې ده.

دغه راپور کې د افغان ښځینه پولیسو او قاضیانو شمېر کې هم د پام لوړوالي یادونه شوې. افغانستان په ۲۰۰۵ کال یوازې ۱۸۰ ښځینه پولیسې درلودې خو تر ۲۰۱۹ کال یې شمېر ۳۵۶۰ تنو ته رسېدلی دی. همدا راز د ښځینه قاضیانو شمېر هم په ۲۰۰۷ کال له ۵ سلنې څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې ۱۳ سلنې ته لوړ شوی دی.

د ښځو زدکړو کې څه توپیر راغلی؟

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي افغانستان کې ښوونځیو ته د تلونکو ماشومانو شمېر چې په ۲۰۰۱ کال یو میلیون ته هم نه رسېده - تر ۲۰۱۷ کال پورې ۹ اعشاریه ۲ میلیونو ته لوړ شوی چې ۳۹ سلنه یې نجونې دي.

که لومړنیو زدکړو ته وکتل شي، نو د ملګرو ملتونو ارقام ښيي چې تر ۲۰۱۲ کال پورې ښوونځیو کې د نویو شاملو شویو نجونو شمېر تر ۴۰ سلنې اوښتی، خو تر هغې را وروسته بېرته یو څه راکم شوی دی.

ماشومانو سره د بشري مرستو برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې یونیسېف د ۲۰۱۹ کال په یوه رپوټ کې ویلي و "افغانستان کې ښوونځیو ته د هر عمر تلوونکو نجونو شمېر د هلکانو پرتله کم دی، خو دا جنسیتي واټن له ۱۰ کلنۍ لا پسې پراخېږي او ۱۴کلنۍ کې اوج ته رسېږي."

په دغه رپوټ کې راغلي چې افغانستان کې له زدکړو د ۳ اعشاریه ۷ میلیونو پاتې ماشومانو ۶۰ سلنه نجونې دي.

یونیسېف دا راز وايي د افغانستان ډېرو برخو، په ځانګړې توګه د طالبانو او نورو وسله والو تر کنټرول لاندې سیمو کې ښوونځیو کې د نجونو شمولیت خورا ټیټ دی.

(له ۲۰۱۷ تر ۲۰۲۱) د افغانستان د زدکړو ملي ستراتیژیک پلان هم په دې ټینګار کوي چې زدکړو ته د مساوي لاسرسي د ډاډمنتیا لپاره اړتیا ده چې د نجونو پر زدکړو پانګونه وشي. افغانستان کې تر ټولو ډېرې ښځې د پوهنې سکتور کې کار کوي.

تر ۲۰۱۸ کال د افغانستان د ټولو ښوونکو یو درېیمه برخه ښځې وې.

رسمي شمېرې ښيي چې له ۲۰۰۲ تر ۲۰۱۸ کال پورې دولتي پوهنتونونو کې د ښځینه محصلانو شمېر اووه برابره لوړ شوی دی. دا ارقام همدې موده کې پوهنتونونو کې د شاملو شویو هلکانو د سلنې پرتله لوړ دي.

خو د یادونې وړ ده چې د افغانستان د بیارغونې د څار په چاره بوختو امریکايي چارواکو دې برخه کې د رسمي مالوماتو ستونزو ته په اشارې ویلي د نویو محصلانو شمېر ښايي د ځینو عواملو له کبله ډېر ښودل شوی وي.

د بې وزلۍ کچه کې څه بدلون راغلی؟

افغانستان د نړۍ له ډېرو بې وزله هېوادونو دی. خو په ۲۰۰۱ کال د امریکا تر برید وروسته د نړیوالو مرستو د ورماتېدو له کبله د دغه هېواد اقتصاد په چټکۍ وده پیل کړه.

د نړیوال بانک لخوا د خپرو شویو مالوماتو له مخې د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۲ کال ترمنځ د افغانستان د اقتصادي ودې منځنۍ کچه ۹ اعشاریه ۴ سلنه وه.

خو د نړیوالو مرستو له کمېدو او د امنیتي وضعیت خرابېدو سره د افغانستان اقتصادي وده سوکه شوې ده. پر دې سربېره له ۲۰۱۵ کال راهیسې ګڼ شمېر افغانان له بهره خپل هېواد ته راستانه شوي چې د وګړو شمېر ورسره ډېر شوی دی.

افغانستان د بې وزلۍ د تعریف لپاره ۲ زره ۶۴ افغانۍ (نږدې ۳۱ ډالر) میاشتنی سړي سر عاید ټاکلی خو په ۲۰۱۶ - ۲۰۱۷ کلونو افغانستان کې د ژوندانه د وضعیت مالومولو لپاره ترسره شوې دولتي سروې ښيي چې ۵۴ سلنه افغانان دا پېسې هم نشي ګټلی (د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي). د بې وزلۍ دا کچه په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې ۳۸ سلنه وه.

تر ټولو وروستۍ سروې چې د ۲۰۱۹ کال اګست کې د ګالوپ انټرنیشنل لخوا ترسره شوې، دې ته اشاره کوي چې د تېرو څو کلونو سختې وچکالۍ د خوړو امنیت زیانمن کړی دی.

دې سروې کې له هرو لسو پوښتل شویو کسانو شپږ تنو ویلي و چې له تېرو دریو کلونو راهیسې په سخته پر وخت خواړه پیدا کوي.

د افغانستان نسبتآ کمزورو روغتیايي او ټولنیزو زیربناو ته په کتو د کورونا وبا اغېزو ښايي وضعیت لا پسې خراب کړی وي.