د استانبول کنفرانس سمبالوونکي: وروستیو پرمختګونو ته په کتو مو کنفرانس وځنډولو

ترکی

د عکس سرچینه، Turkis FM

د خپرېدو وخت

د استانبول کنفرانس سمبالوونکو هېوادونو ترکیې او قطر او همد راز ملګرو ملتونو د دغه کنفرانس د ځنډېدو په اړه ګډه اعلامیه خپره کړې ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي "وروستیو پرمختګونو ته په کتو او له ښکېلو اړخونو سره له پراخو مشورو وروسته، پر دې موافقه وشوه چې کنفرانس وروسته نیټې ته و ځنډول شي، څو شرایط ښو پر مختګونو ته برابر شي."

ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو دې اعلامیه کې ژمنه کړې چې افغانستان کې به د سولې لپاره خپلو هڅو ته "په کلکه" دوام ورکړي.

ټاکل شوې وه چې دا کنفرانس د روانې اپرېل میاشتې پر ۲۴مه نېټه پيل شي، خو د سمبالوونکو په دې ګډه اعلامیه کې ورته کومه نوې نېټه نه ده یاده شوې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سې شنبه وویل، د دې کنفرانس ځنډولو په اړه یې له قطر، امریکا او ملګرو ملتونو سره سلا مشوره کړې ده.‌

د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د استانبول کنفرانس ځنډېدو په اړه بي بي سي ته وویل: "دا خبره موږ پورې اړه نه لري،‌ ځکه د پیل او عدم پیل په اړه یې موږ سره کوم تاریخ نه و شریک شوی".

افغان حکومت تر دې دمه د دې مهمې ناستې ځنډېدو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو پخوا یې ورته د بشپړ چمتووالي خبره کړې وه.

د کنفرانس د ځنډېدو لاملونه څه دي؟

طالبان

د عکس سرچینه، M. Naeem Twitter

که څه هم سمبالوونکو د دې کنفرانس د ځنډولو کوم کره لامل نه دی په ډاګه کړی، خو باور کېږي‌ چې په دې ناسته کې د طالبانو د نه ګډون اعلان یو مهم لامل و.

وروسته له هغه چې ترکیې د دې ناستې لپاره د اپرېل میاشتې ۲۴مه نېټه اعلان کړه، افغان طالبانو سملاسي اعلان وکړ چې دوی به پکې ګډون نه کوي.‌

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هغه مهال ویلي وو، تر هغې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي‌ نه وي، دوی به هېڅ داسې غونډه کې ګډون نه کوي چې د افغانستان د برخلیک په اړه پکې پرېکړه کېږي.

دا موضوع وروسته له هغه ناندریزه شوه چې د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې د راتلونکې سپتمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې به خپل ټول پوځیان له افغانستان وباسي.

خو طالبانو تور ولګاوه چې امریکا په دې کار سره د دوحې تړون مات کړی،‌ ځکه په دې تړون کې ژمنه شوې وه چې ټول بهرني ځواکونه به د اپرېل میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي.

طالبانو ویلي وو، اوس چې د دوحې تړون ماتېږي نو دوی د امریکا پر نورو هڅو او ګامونو هم باور نشي کولی.

د سولې بهیر به څومره زیانمن شي؟

سولې خبرې

د عکس سرچینه، Getty Images

امریکا،‌ ملګرو ملتونو او د افغان سولې په موضوع کې ګڼو نورو ښکېلو هېوادونو د استانبول کنفرانس ته د یوې مهمې ناستې په سترګه کتل.

ملګري ملتونه د دې کنفرانس د یو سمبالوونکي په توګه په دې پروسه کې ښکېل وو او د افغان حکومت او طالبانو مشران یې هم ور بللي وو.

داسې تمه کېده چې که دواړه خواوې پکې ګډون وکړي نو ښایي افغانستان کې اوربند او یو سیاسي جوړجاړي ته پکې لار وموندل شي.‌

اوس د دې کنفرانس ځنډېدل که څه هم د افغان سولې د بهیر د ختمېدو په معنا نه دي، خو دا بهیر لږ تر لږه د یو څه مودې لپاره ټکنی شوی.

بلې خوا ته دا تضمین هم نشته چې ایا طالبان به له کوچني اختر وروسته په دې کنفرانس کې ګډون وکړي او که نه.

طالبانو سې شنبه بي بی سي ته منلې وه چې ځینې هېوادونه هڅه کوي دوی ته قناعت ورکړي چې د استانبول کنفرانس کې ګډون وکړي.

خو د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، دوی په دې اړه خپل شرطونه او اندېښنې لري، او تر هغې چې ځواب نه وي ورکړل شوی دوی کومه پرېکړه نشي‌ کولی.