لانجمن 'شیطاني بوټان' چې د تلي سور رنګ کې یې رښتینې انساني وینه کارېدلې

د خپرېدو وخت

نایک کمپنۍ د بروکلېن هنري ټولګې 'ایم ایس سي ایچ اېف' خلاف د لانجمنو "شیطاني بوټانو" په تړاو چې د تلي سور رنګ کې یې د انسان د رښتینې ویني یو څاڅکی کارېدلی، دعوه راپورته کړې ده.

نایک وايي 'ایم ایس سي ایج اېف' د دې کمپنۍ په 'ایر ماکس ۹۷ ایس' تولید کې د بدلون په راوستلو سره داسې بوټان جوړ کړي چې سرچپه صلیب، پېنټاګرام (پنځه ضلعي ستوری) او د "لوک ۱۰:۱۸" کلمې پرې کښل شوې دي.

د ټرېنر په نوم د دغو بوټانو بیه ۱۰۱۸ ډالر ده.

ایم اېس سي اېچ ایف د دوشنبې پر ورځ د رپ سندرغاړي لیل ناس اېکس په همکارۍ د دغو بوټانو ۶۶۶ جوړې بازار ته وړاندې کړې او وايي ټولې تر یوې دقیقې کمه موده کې وپلورل شوې.

نایک ادعا کوي چې د دغو بوټانو تولید کې له اجازې پرته د دوی سوداګریزه نښه کارول شوې ده.

ایم ایس سي اېچ اېف د سور او تور رنګ دغه بوټان د دوشنبې پر ورځ داسې مهال بازار ته را وایستل، چې د جمعې په ورځ د لیل ناس اېکس نوې سندره مونټېرو 'په خپل نوم دې راته غږ کړه 'هم په یوټیوب خپره شوې وه.

د موسیقۍ ویډیويي کلپ کې لیدل کېږي چې دغه سندرغاړي همدا لانجمن بوټان په پښو کړي او

د یوې عمودي ستنې میلې له پاسه ځان ښکته را ښویوي او په سمبولیکه توګه ښيي چې له جنت څخه دوزخ ته ښکته راکوزېږي.

پر دغو بوټانو لګول شوي انځورونه د انجیل د لوک '۱۰:۱۸' هغه ایت ته اشاره کوي چې په کې راغلي :' ''هغه خلکو ته وویل ما ولیدل چې شيطان د بریښنا په څېر له جنت څخه را پرېوت."

دغه بوټان د نایک په ځانګړې شکل جوړ شوي، چې تلي یې ډېر نرم وي. د ټرېنر تلي کې ۶۰ مکعب سانتي متره سور رنګ کارول شوی او په دغه رنګ کې د انسان د وینې یو څاڅکی هم شامل دی، چې د دې هنري ټولګې غړو بسپنه کړې ده.

نایک چې د سپورتي تولیداتو برخه کې پېژندل شوی نوم دی د نیویارک یوې محکمې ته ویلي چې د دا ډول شیطاني بوټانو تولید یې نه تایید کړی او نه یې هم د جوړېدو اجازه ورکړې ده.

نایک له محکمې غوښتي چې د ایم ایس سي ایچ اېف لخوا د دغو بوټانو د خرڅلاو مخه ونیسي او د دوی د تولیدي مارک (نښې) له کارولو یې راوګرځوي.

دا کمپنۍ وايي د ایم ایس سي اېچ اېف دا غیر مجوز شیطاني بوټان د دواړو کمپنیو د تولیداتو په تړاو ناسم پوهاوی رامنځ ته کولی شي.

دا کمپڼۍ زیاتوي:

"حقیقت کې وار له مخه بازار کې په دې تړاو د ناسم پوهاوي او پیچلتیا د پام وړ شواهد مخ ته راغلي او د دې ناسمې انګېرنې له مخې چې ګواکې نایک 'ایم اېس سي اېچ اېف' ته د شیطاني بوټانو د تولید اجازه ورکړې او یا یې هغه تایید کړي، د نایک تولیداتو سره د پرېکون غوښتنه شوې ده."

نایک د خپلې دې ادعا د ثبوت لپاره د یوه ټویټ حواله ورکړې چې تېره جمعه شوی دی.

دې ټویټ کې د دغو بوټانو په راوتلو ملنډې وهل شوې او د اوونۍ پای کې د امریکا رسنیو او خواله شبکو کې هم په دې تړاو تاوده بحثونه وشول.

د سویلي ډاکوټا د والي کرسټي نوئم په ګډون ځینو محافظه کارو او دینپالو هم ټویټر کې د دغو بوټانو په لانجمن ډیزاین او دا راز په لیل ناس اېکس او ایم اېس سي اېچ اېف توندې نیوکې وکړې.

خو لیل ناس اېکس هم د والي او نورو نیوکګر د ټویټونو پر وړاندې غلی پاتې نه شو او د دوشنبې پر ورځ یې د نایک د حقوقي دعوې غبرګون کې پر خپل ټویټر څو پیغامونه خپاره کړل.