تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یوه جوړه بوټان په کابو څلور نیم لکه ډالره پلورل شوي
د نايکې شرکت يوه جوړه بوټان چې د سپورټي جامو دغه لوی شرکت شريک بنسټ ايښودونکي ډيزان کړي وو، په ريکاډ بيه ۴۳۷۵۰۰ ډالرو پلور شوي دي.
د نيويارک يوه مزايده کې له اډيډاسه نيولې تر اېرجارډن پورې د بېلابېلو شرکتونو سل جوړه بوټان په کې پلور ته ايښودل شوي وو، او دا جوړه پکې وروستي بوټان وو چې وپلورل شول.
د نايکې ۱۹۷۲ کال د سياليو دا بوټان چې تمه وه ۱۶۰ زره ډالره بیه به ومومي، کاناډايي مايلز نډال يې نژدې درې برابره پيسې ورکړې.
نډال یو پانګوال او د انتیک څېزونو ټولولو شوقین دی. د نایک وافل مون نومي دغه بوټان بل بوورمن ډیزاین کړي وو، چې سپورتي روزونکی و او د نایک شرکت شریک بنسټګر و.
د دغه ډول بوټانو ۱۲ جوړې په لاس جوړې شوې وې او ځینې یې د ۱۹۷۲ اولمپیک لوبو کې د ځغاستلوبې ګډونوالو پر پښو کړې هم وې. ویل کېږي اوسنۍ پلورل شوې جوړه یوازینۍ هغه وه چې چا نه وه پر پښو کړې.
د بوټانو لیلامۍ ادارې سوتبې بازار موندنې برخې مرستیال نوح وونچ وايي، بوورمن پر بوټانو سوداګریز نښان د هک شوې اوسپنې ټومبلی دی.
د بوټانو نوی څښتن نډال چې د پانګې اچوونې یو شرکت لري وايي، ډېر خوښ دی. نوموړی دا بوټان د سپورت د نړۍ یوه تاریخي تولید بولي. دی وايي، دغه بوټان او ۹۹ نورې جوړې چې تېره اونۍ یې اخیستې دي، د کاناډا ټورنټو کې به یې په یوه ګرځنده موزیم کې ساتي.
په عامه لیلامۍ کې له دې مخکې د یوې جوړې بوټانو لپاره شاوخوا ۱۹۰ زره ډالره ورکړل شوې بیه تر ټولو ډېره بلل کېده.
هغه کنورس ډوله بوټان د لوبغاړي مایکل جورډن لپاره چمتو شوي وو، چې د ۱۹۸۴ کال باسکټبال سیالیو پایلوبه کې یې پر پښو کړي وو. هغه بوټان ۲۰۱۷ کال کې د امریکا متحدو ایالتونو په کالفورنیا کې پلورل شوي وو.