کابل کې پر ۹ کلنې ماشومې جنسي تېری؛ پولیس وايي تورن کس یې نیولی

SNS

د عکس سرچینه، SNS

د خپرېدو وخت

کابل کې پولیسو یو کس پر یوې ۹ کلنې ماشومې د جنسي تېري په تور نیولی دی.

دا پېښه پرون دوشنبه "د وري/حمل ۲مه" د کابل د دریمې ناحیې اړوند په کارته سخي سیمه کې شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د تورن کس "دوسیه به د څېړنو له بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته" وسپارل شي.

هغه زیاته کړې چې د دې پېښې په تور نیول شوي کس ځان څوکیدار او محصل معرفي کړی دی.

د دې پېښې د قرباني ماشومې کورنۍ هم بي بي سي سره خبرو کې دا پېښه تایید کړې.

د ماشومې مور ویلي چې لور یې د قرانکریم د زدکړو یوه کورس ته د نوملیکنې لپاره تللې وه خو هلته پرې تېری شوی دی.

هغه وايي: "لورکۍ مې پرون ۹ بجې په یو پاکټ درملو پسې درملتون ته لېږله. راته کړل یې چې هلته د قران شریف یو قاري دی نورې نجونې ورسره درس وايي زه به هم ورسره نوم ولیکم. چې لاړه ورکه شوه."

دغه مور وايي لور یې په ۱۱ بجو په ژړا کور ته راغله او دوی ته یې دا کیسه وکړه.

هغه زیاتوي چې لور یې تېریګر پېژندلی او دوی پولیسو ته په لاس ورکړی دی.

د دې ماشومې مور وايي د قرانکریم د زدکړې دا کورس یې کور ته نږدې په یوه سرای کې دی.

د دې پېښې قرباني ماشومه اوس د کابل په استقلال روغتون کې بستر ده.

افغان ماشومانو سره زور زیاتی

دا قضیه که څه هم په لومړنیو مراحلو کې ده خو په خواله رسنیو کې پرې تاوده بحثونه روان دي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان له مختلفو ولایتونو څخه پر ماشومانو د جنسي تېریو او زور زیاتي رپوټونه ترلاسه شوي دي.

د بشري حقونو مدافع نبسټونو هم وخت ناوخت افغانستان کې له ماشومانو سره پر زور زیاتي جدي اندېښنه ښودلې ده.

ځینې خلک نیوکه کوي چې د جنسي تېریو او ماشومانو سره د تاوتریخوالي له عاملانو سره کمزوری چلن د دې لامل شوی چې دا پېښې دوام وکړي.

دا تازه پېښې داسې مهال شوې چې د هېواد په شمال بلخ ولایت کې بیا د عبدالرووف په نوم د یوه ماشوم د تښتولو قضیه د ژبو په سر ده.

هغه د پېسو لپاره تښتول شوی او تازه یې یوه نوې دردونکې ویډیو هم خواله رسنیو ته راوتلې چې تښتونکو ترې د ربړونې وخت کې ثبت کړې او ویل کېږي د هغه کورنۍ ته یې استولې ده.

امنیتي ادارو څو ورځې وړاندې ادعا وکړه، چې دغه ماشوم د داعش ډلې غړو د پیسو لپاره تښتولی، دوی یې ځینې تښتونکي نیولي، خو ماشوم لا نه دی موندل شوی.