حیات الله حیات د کورنیو چارو او یاسین ضیا د دفاع وزارت سرپرست وګومارل شو

د عکس سرچینه، NSA
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دوو جلا فرمانونو له مخې د کورنیو او دفاع وزارتونو لپاره تازه چارسمبالي وګومارل.
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د کندهار پخوانی والي حیات الله حیات د کورنیو چارو وزارت د چار سمبالي وزیر او جنرال محمد ایوب سالنګي د دغه وزارت د لومړي مرستیال په توګه ګمارل شوی.
د ملي امنیت شورا په اعلامیه کې ویل شوي وروستۍ ګمارنې د امنیتي سکتور په رهبري او لیکو کې د لازمو اصلاحاتو د راتګ، د امنیتي وضعیت د ښه والي، د هېوادوالو د سر او مال د خوندیتوب او تر ۲۰۲۴ مېلادي کال پورې د پر ځان بسیاینې د اجنډا د ښه تطبیق په موخه شوي دي.
په دغه اعلامیه کې د کورنیو چارو د پخواني وزیر مسعود انداربي په تړاو څه نه دي ویل شوي.
حیات الله حیات د امنیتي بنسټونو په مدریت کې تجربه نه لري، خو په وروستیو کلونو کې د میدان وردګ، ننګرهار او کندهار ولایتونود والي په حیث دندې تر سره کړي دي.
جنرال محمد ایوب سالنګي له دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي معین، د کابل امنیه قومندانۍ او د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د مرستیال په حیث دندې تر سره کړي دي.
په همدې حال کې د ملي امنیت شورا په یوه بیله اعلامیه کې ویلي چې محمد یاسین ضیا د فاع وزارت د سرپرست او د دغه وزاتر د لوی درستیز په توګه ګمارل شوی دی.
د ولسمشر غني د بل حکم له مخې افغان لوی درستیز یاسین ضیا به د دفاع وزیر اسدالله خالد د روغتیايي حالت تر ښه کېدو د دغه وزارت سرپرست وي.





















