ولسمشر غني پاکستان ته؛ ریښتینې سولې ته راشئ او د تېرو لسیزو سیاست بدل کړئ

د ویډیو تشریح، ولسمشر غني پاکستان ته: ریښتونې سولې ته راشئ
د خپرېدو وخت

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا درېیم تقنیني کال اوولسمې کاري دورې پرانیستغونډه کې پاکستان ته په خطاب کې وویل، "واقعي سولې ته راشئ او راشئ دوه مستقل دولتونه او دوه مستقل ملتونه یو او بل ومنو. مثبتې لارې ته راشئ، دا پاکستان ته مهمترین فرصت دی چې د تېرو لسیزو سیاست بدل کړي او یو ازاد، مستقل او سرلوړی افغانستان ومني."

ښاغلي غني وویل، وسله والو طالبانو ته یې پیغام دا دی چې په هره برخه کې چې افغانان خپل ځان ونه ګوري، ثمر ته نه شي رسېدلی:

"هېڅوک په وېره او تهدید د افغانانو سر نه شي ټیټولی، تاسې به د افغانانو غږ اورئ، افغانان له جګړې نه ستړي دي. مګر د قبرستان سوله نه غواړي. نو خشونت پرېږدئ، له شعار نه تېر شئ او په عمل کې ثابته کړئ چې د واقعي سولې نیت لرئ. پر خپله ژمنه ودرېږئ او د مذاکراتو پر میز مثبتې نتیجې ته ورسېږئ".

ولسمشر غني وویل، د سولې په تړاو پر هرې موضوع بحث کول او نتیجې ته رسېدل ممکن دي.

ده پر طالبانو غږ وکړ، چې ملت خپل کړئ او د ملت رایې ته رجوع وکړي چې په وینا یې د دې ملت جمعي عقل او شعور "موږ او تاسې سولې ته رسولی شي".

د افغانستان ولسمشر وویل، په داسې حال کې چې نړیوالې اعلامیې او د افغانستان اساسي قانون د وګړو فردي حقونه خوندي کوي، له تېرو ۴۲ کلونو راهیسې افغانان له خپل مهم حق څخه - چې د سوله ییز ژوند حق دی - محروم دي:

پارلمان

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ولسمشر غني دا څرګندونې د ملي شورا درېیم تقنیني کال اوولسمې کاري دورې پرانیستغونډه کې وکړې

"زموږ خلک د دې جګړې ختمېدل غواړي، له نېکه مرغه اوس یوې تلپاتې او ریښتینې سولې ته - چې زه یې مثبته سوله بولم- د رسېدو فرصت پیدا شوی دی. دا په تېرو ۴۲ کلونو کې بې مثاله فرصت دی".

ده وویل، هغه وخت تلپاتې سولې ته رسېدل ممکن دي، چې د افغانستان خلک په سوله کې ځانونه شریک وګڼي او مالکیت یې ولري:

"زموږ د تېرو شپږو کلونو تجربو وښوده چې یوې تلپاتې سولې ته رسېدل تش خیال نه دی، تلپاتې سولې ته رسېدل ممکن دي، خو داسې سوله چې خشونت پای ته ورسوي او سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ثبات راولي. تدبیر، ژمنه او فداکاري غواړي".

ولسمشر وايي، له تدبیر یې هدف دا دی، د سولې ډېری هغه هوکړې چې له تدبیر پرته په بیړه ترسره شوې، او خطرونه او فرصتونه په واقعي ډول په نظر کې نه دي نیول شوي، په لومړیو پنځو کلونو کې له بده مرغه ناکامې شوې او د خشونت د ډېرېدو او د نظام د ړنګېدو او د ملتونو د بدبختیو لامل شوې دي.

پارلمان ته د وینا پرمهال، ولسمشر غني وویل، له فداکارۍ یې هدف دا دی چې "واقعي او تلپاتې سولې ته رسېدل هم فداکاري غواړي:

"د فداکارۍ لپاره زموږ لومړنی معیار دا دی چې موږ ټول له شخصي او ګوندي غوښتنو تېر شو او د ولس غوښتنو ته رجوع وکړو. سولې ته د افغانستان ولس د رفاه او یوه مقدس هدف په سترګه وګورو، نه د شخصي او ګوندي امتیازاتو ترلاسه کولو د وسیلې په توګه".

د واک لېږد

ارګ

د عکس سرچینه، ARG

ولسمشر غني پخپلو خبرو کې دا هم وویل، چې د ټاکنو له لارې د واک لېږد یو داسې اصل دی چې پر سر یې معامله ناممکنه ده.

ده وویل چمتو دی چې د نړیوالې ټولنې په مدیریت د ازادو، رڼو او سرتاسري ټاکنو په اړه بحث وکړي او د نېټې په اړه یې خبرې او یوې نتیجې ته رسېدلی شي:

"هغو کسانو ته، چې واک ته د رسېدو لپاره دغه او هغه دروازې ټکوي، د ورورولۍ سپارښتنه کوي چې افغانستان کې سیاسي اقتدار یوه دروازه او یوه کیلي لري، چې هغه د افغانانو ازادې رایې دي".

ښاغلي غني وویل، دا هم په پام کې لري چې له سولې وروسته به د نظام جوړښت څنګه وي، له سولې وروسته څنګه یو مشروع نظام ساتل کېدای شي.

ده وویل، تر سولې وروسته د سولې د تړونو د ماتېدو تر ټولو لوی عامل د واک د جوړښت او وېش پرسر راپورته شوې لانجې دي: "زموږ ټینګار پر دې دی چې نظام او اساسي قانون وساتل شي".