تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا په هدفي بریدونو کې وژل شویو ۷ افغان ښځو ته د 'زړورو ښځو' افتخاري جايزه ورکوي
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، د سږ کال لپاره د 'زړورو ښځو ' افتخاري جایزه هغو ۷ افغان مېرمنو ته ډالۍ کوي چې په دغه هېواد کې د هدفي وژنو لړ کې وژل شوې دي.
امریکا متحده ایالات د زړورو ښځو په نامه دغه نړیواله جایزه هر کال د هغو ښځو لپاره ورکول کېږي چې په خپلو هېوادونو کې د ولسونو په ژوند کې د غوره بدلون لپاره مبارزه کوي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، د سږ کال لپاره دغه جایزه په ننګرهار کې د انعکاس ټلویزیون مخکینۍ خبریالې او مدني فعالې ملالې میوند، د ملي امنیت ریاست جنسیت څانګې مشرې جنرال شرمیلا فروغ، په کندهار کې د محابسو اداره کې د پولیسو مخکینۍ افسرې فرشته، د بشري حقونو کمېسیون مخکینۍ کارمنې فاطمه خلیل، قابله مریم نورزاد، پولیس افسره فاطمه رجبي، او په کاپیسا کې د ښځو حقونو مخکینۍ فعالې فرشته کوهستانۍ په نومونو نوموي.
په پام کې ده، د مارچ میاشتې پر اتمه نېټه به د ښځو نړیولې ورځې په مناسبت به دغه جایزه په واشنګټن کې د امریکا لومړۍ مېرمن جب بایډن رسماً اعلان کړي.
د ۷ افغان مېرمنو تر څنګ به دغه جایزه د ایران، ترکیې، بیلاروس، میانمار، کامیرون، چین، کولمبیا، کانګو دیموکراتیک جمهوریت، ګواتیمالا، نیپال، سومالیا، اسپانیا، سریلانکا، او وینزویلا اوسېدونکو ۱۴ نورو ښځو ته هم ورکړل شي.
د کورونا وبا له کبله به د متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزارت له انلاین لارې د جایزې ورکولو مراسم ترسره کړي.
امریکا د هدفي وژنو لړ کې د دې وژل شویو افغان مېرمنو د نوملړ خپرولو تر څنګ ویلي، دې ښځو د هغو فعالیتونو په لړ کې ژوند بایلود چې د افغانستان حالت ښه کولو او د خپلو خلکو په ژوند کې یې د مثبت بدلون لپاره تر سره کول.
دا وروستیو کې په افغانستان کې د مدني فعالانو، دیني عالمانو، خبریالانو او سیاسي فعالانو هدفي وژنو پېښې زیاتې شوې او ملګرو ملتونو په یوه تازه رپوټ کې ویلي، د بین الافغاني مذاکراتو له پیله تر اوسه ۱۴ خبریالان او مدني فعالان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.