د امریکا- طالبانو تړون یوه کال کې څومره عام افغانان وژل شوي؟

    • Author, محمد ندیم اشرف
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې یو کال وروسته په افغانستان کې تاوتریخوالی کم نه، بلکې د تمې خلاف لا ډېر شو. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر د مالوماتو له مخې، په تېر زیږدیز کال کې له درې زره ډېر ولسي وګړي وژل شوي او نژدې ۶زره نور ژوبل شوي.

اته کلن سهراب په وروستیو کې په کابل کې د یوه نښلېدونکي ماین چاودنې له امله ووژل شو. هغه د لسګونو هغو ماشومانو له ډلې وو چې د بره کي واټ شاوخوا یې په لاس کې توکې خرڅول.

سهراب د هغه تاوتریخوالي یو قرباني دی چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې له هوکړې وروسته ډېر شوی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ د مالوماتو له مخې، په تېر زږدیز کال کې د ۱۱۵۰ ماشومانو او مېرمنو په ګډون ۳۰۳۵ ولسي وګړي وژل شوي او نژدې ۷۸۰۰ نور ژوبل شوي دي.

د تېر کال د فبروري په ۲۹مه امریکا او طالبانو د اوږدو مذاکراتو په پایله کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه.

میاشتې وروسته بین الافغاني مذاکرات هم پيل شول چې ډېرو افغانانو سولې ته د رسېدو لپاره هېلې ورپورې وتړلې، خو ولې دا هېلې په نا امیدۍ بدلې شوې؟

ملګرو ملتونو هم په دې اړه اندېښنه ښودلې چې د افغان دولت او طالب استازو تر منځ د خپلمنځي خبرو له پيل وروسته هم ولسي وګړو ته د زیان اوښتو کچه نه ده ټيټه شوې او تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

دغې ادارې په وروستیو میاشتو کې په ځينو ولایتونو په تېره کابل کې نښلېدونکي او د سړک غاړې ماین چاودنې او هدفي وژنې د ولسي وګړو د تلفاتو د زیاتوالي لاملونه بللي دي.

ملګري ملتونه چې په افغانستان کې له ۲۰۰۹ کال راپدې خوا د ولسي مرګ ژوبلې سیستماتیک مالومات ثبتوي، د تازه ریپوټ له مخې یې ویلي دي چې د لومړي ځل لپاره یې د ۲۰۲۰ کال په څلورمه ربعه کې ولسي وګړو ته ډېر اوښتي تلفات ثبت کړي دي.

د دغه راپور پر اساس د تېر کال د څلورمې ربعې د ولسي وګړو په تلفاتو کې د ۲۰۱۹ کال د ورته مودې پرتله ۴۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزرات ویاند طارق ارین وايي چې یوازې په کابل کې په تېر یوه کال کې له ۳۰۰ ډېرې ماین چاودنې شوې دي.

په وروستیو کې د مدني فعالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې هم تاوتریخوالی ډېر شوی. د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د مالوماتو له مخې، په وروستیو کې په چاودنو او هدفي بریدونو کې ۱۱خبریالان او د رسنیو فعالان وژل شوي دي.

د دغې کمېټې مسؤل صدیق الله توحیدي وايي، یوازې په تېر یوه کال کې یې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۳۰ قضیې ثبت کړې دي.

ملګرو ملتونو د ۶۰سلنې ولسي مرګ ژوبلې پړه په دولت ضد وسله والو ډلو اچولې ده. د یوناما په کلني راپور کې طالبان د ۴۶ سلنې او داعش د ۸ سلنې ولسي تلفاتو عاملان بلل شوي دي.

خو طالبانو دا راپور له حقیقته لرې بللی او خپل مخالفان یې د زیاتې ولسي مرګ ژوبلې عاملان بللي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دوحې له هوکړې وروسته دوی د جګړې کچه ټيټه ساتلې او تور یې پورې کړ چې ولسي مرګ ژوبله د افغان امنیتي ځواکونو له لورې ډېره شوې ده.

خو په افغانستان کې د تېر یوه کال د ولسي تلفاتو د یوې برخې عاملان چې مدني فعالان او د رسنیو کارکوونکي هم پکې شامل دي، یوه ګونګه موضوع ده.

افغان حکومت طالبان او دا ډله بیا حکومت د دغو وژنو له امله پړ بولي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون د دغو وژنو د عاملانو د پېژندنې لپاره د دواړو خواوو د استازو د یوه ګډ کمېسیون جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره ملګرو ملتونو اوربند تر ټولو غوره لار بللې ده.

هغه موضوع چې د امریکا او طالبانو تر منځ له هوکړې وروسته په وار وار وړاندې شوې ده او د ډېرو افغانانو ورته هېله ده، خو څرک یې نه لیدل کېږي.