طالبان: د افغانستان تاریخي اثارو ټینګه ساتنه وکړئ، له هېواده بهر ایستلو ته یې مه پرېږدئ

افغانستان

د عکس سرچینه، AFP

د خپرېدو وخت

وسله والو طالبانو په افغانستان کې خپلو ټولو اړوندو چارواکو او جنګیالیو ته ویلي، چې د افغانستان د تاریخي اثارو کلکه ساتنه، څارنه او پالنه وکړي.

د طالبانو د یوه ویاند ذبیح الله مجاهد له ادرسه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې "د اسلامي امارت ټولو مسئولینو، د کمیسیونونو ادارو رئيسانو، والیانو، ولسوالانو، د قطعو او دلګیو مشرانو، مجاهدینو او نورو هېوادوالو ته لارښوونه کېږي چې په ټول هېواد کې د تاریخې اثارو کلکه ساتنه، څارنه او پالنه وکړي".

په خبرپاڼه کې ویل شوي، افغانستان له تاریخي اثارو یو ډک هېواد دی، چې همدا اثار د افغانستان د تاریخ، هویت او بډایه فرهنګ برخه ده او ساتنه یې د ټولو افغانانو وجیبه ده.

په اعلامیه کې ویل شوي، هېچا ته باید د قدیمي اثارو موندلو لپاره د کیندنو، لېږد، له هېواده ایستلو او خرڅولو اجازه ورنه کړل شي.

طالبان وايي، "د تاریخي ځایونو، لکه زړې کلاوې، تاریخي منارونه او برجونه او نور پخواني ځایونه ښه وڅارل شي، له تخریب او یجاړۍ خوندي وساتل شي".

طالبانو داسې مهال د افغانستان د تاریخي اثارو د ساتنې امر کړی، چې په هېواد کې ګڼ تاریخي ځایونه د ویجاړېدو له ګواښ سره مخامخ دي او د روان کب (حوت) میاشتې ۲۰مه نېټه د کلتوري میراثونو ساتنې له ملي ورځې سره برابره ده.

افغانستان

د عکس سرچینه، AFP

وړاندې، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي وو، د هېواد یوه ارزښتناکه او لرغونې شتمنۍ (باختر خزانه) د نړۍ له پنځو ارزښتناکو میراثونو ده. په چار چنار ماڼۍ کې دا خزانه نندارې ته وړاندې شوه.‌

د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي وو، دا نندارتون یې د افغان کابینې د پرېکړې پر اساس او د ولسي جرګې او هېوادوالو د اندېښنو د ختمولو لپاره جوړ کړی و.‌

دوه اونۍ وړاندې د افغانستان د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني ويلي وو، د باختر د سرو زرو خزانه دې ژر تر ژره د خوندیتوب په موخه یو معتبر هېواد ته د امانت په ډول ولېږدول شي.

په ۲۰۱۹ کې امریکایۍ ورځپاڼې "نیویارک ټایمز" د غزني د تاریخي کلا د یوه برج نړېدلو په اړه مطلب خپور کړی و چې په وینا یې د افغانستان نور لرغوني اثار هم له خطر سره مخامخ دي.

د ویډیو تشریح، ارګ کې د باختر خزانې ننداره

وړاندې، د افغانستان اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي وو، افغانستان نژدې۴۰ زره تاریخي اثار لري، چې ۵ زره یې دوی ثبت کړي او یوازې ۱۵۰۰یې ډیټابیټس یا معلوماتي زېرمې ته رسېدلي دي.

افغانستان کې د کړکېچن امنیتي حالت له امله ډېر کله د دغه هېواد ارزښتمن تاریخي اثارو ته زیان اوړي یا هم ګاونډیو هېوادونو ته قاچاقېږي، چې د اطلاعات او کلتور وزارت مسوولینو په وینا همدا سږکال یې د دغه ډول ۱۴ هڅو مخه نیولې ده.

په افغانستان کي ډېر تاریخي اثار او ابدات تر اسلام مخکې او وروسته، د بودایانو، تیموریانو، غوریانو او ځینو نورو واکمنو له دورو پاتې دي.

منار جام غور

د عکس سرچینه، af.ambafrance.org

د عکس تشریح، د څلي پر تنه کتیبو کې حک شوي توري ښکاري، جام څلی په ۱۱۹۴/۱۱۹۵ زیږدیزو کلونو کې جوړ شوی او د ځینو نقاشیو او شواهدو پربنسټ، په دې ځای کې یو جومات هم و، چې اوس یې هېڅ اثار نه لیدل کېږي.

دې کې د غور منارجام په ۲۰۰۲م کال او د بامیان دره په ۲۰۰۳م کال کې د ملګرو ملتونو د کلتوري سازمان یا یونیسکو په نړیوالو فرهنګي میراثونو په لیست کې شامل شول.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي بیا وایي، ناامني او د زورواکو له خوا د کلتوري ځایونو غصبول او دغه راز د بودیجې لږوالي له کبله ځینې تاریخي آبدات له بیارغوني پاتې دي.