د ۱۳ ترکانو وژنه پسې د ترکیې او امریکا ترمنځ جنجال ډېرېدل

د عکس سرچینه، A HABER
د ناټو د دوو غړو هېوادونو-امریکا او ترکیې- ترمنځ له هغه وروسته جنجال ډېر شو چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان واشنګټن د کورد وسلوالو ډلو په ملاتړ تورن کړ.
ترکیه دا ډلې د عراق شمال ته د دغه هېواد د ۱۳ وګړو په وژلو تورنوي.
دې خبر ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لومړني غبرګون ښکاري چې د دې مرګ په تړاو شک شته او دې شک ترکیه غوسه کړې او د بهرنیو چارو وزارت یې انکره کې د امریکا سفیر ډیویډ سټرفېلډ احضار کړ.
دې احضار پسې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د فرورۍ پر ۱۵ له امریکايي سیال انټوني بلېنکن سره ټلیفوني خبرې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبره، ښاغلي بلېنکن د عراق شمال کې د ترک یرغملو پر وژلو خواشیني وښوده او ټینګار یې وکړ داسې ښکاري چې د پي کې کې "ترهګر" یې مسوول دي.
ښاغلي اردوغان په همغه ورځ ویلي وو: "ویې ویل چې د پي کې کې ملاتړ نه کوي، سوریه کې د خلک مدافعو کنډکونو او ډیموکراټیګ ګوند ملاتړ نه کوي. شک نشته چې ور سره یاست. "
پي کې کې ترکیه د دې مرګ مسووله بولي او وايي، هوايي برید کې ووژل شول.
دا کسان د ترکیې" ۲ باز منګولې" په نوم عملیاتو کې ووژل شول چې د فرورۍ پر لسمه د عراق ګاره کې پیل شوي دي.
د ترکیې رسنیو کې غوسه

د عکس سرچینه، Reuters
د ترکیې مشهورو رسنیو وروستیو ورځو کې پر امریکا خپلې نیوکې جاري وساتلې.
حکومت پلوه حریت ورځپاڼې واشنګټن د پي کې کې او سوریه کې د خلک مدافعو کنډکونو پر وسلوالولو تورن کړ.
انکره دا ډلې د ترکیې ملي امنیت ته ګواښ بولي.
دې ورځپاڼې خپل سرلیک کې ولیکل: "متحده ایالتونه وژونکو ته وسلې ور کوي. "
یني شفق ورځپانې چې د حکومت سخته ملاتړې ده وویل: "د امریکا کیسه په وینو سره ده. "
بله حکومت پلوه اکشام ورځپاڼه هم لیکي، "د دوستي مانا ته مو هم پام شو" او زیاتوي ولسمشر اردوغان امریکايي سیال جو بایډن ته د پي کې کې له امله خبرداری ورکړ.
سوزجو ملتپالې ورځپانې چې د حکومت مخالفه بلل کېږي ورته دریځ غوره کړ او خپل لوی خبر کې یې ولیکل: "موږ امریکا ته وایو چې لا هم د پي کې کې د وژنې تایید ته منتظره ده: امریکا پي کې کې وپوښته، وسله ورته برابروې. "
ا خبر چینل هم چې د حکومت کلک ملاتړی بلل کېږي د امریکا بیانیه شرموونکې وبلله.
ملیت ورځپاڼې هم د انکرې تند غبرګون د واشنګټن د شاتګ سبب او دې وژنو کې د پي کې کې د رول تایید وباله.
څارونکي څه وايي؟

د عکس سرچینه، NATIONAL DEFENSE DEPARTMENT
ډېری کالم لیکوالو هم واشنګټن پړ بللی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت پر لومړنۍ اطلاعیه یې نیوکې کړې دي.
د توندلارې یني اکیت ورځپاڼې کالم لیکوال علي کارا حسن اوغلو وایي: "ښاغلی پرایس( د بهرنیو چارو وزارت ویاند) ډانګ پېیلې خبره وکړه، څه ویل غواړې؟ غواړې ووایې د ترکیې وسلوالو ځواکونو وژلي؟ لکه د خلکو ډیموکراټیک ګوند غړو چې تهمت کړی دی؟ اصل مطلب ووایه، سمه خبره وکړه. "
د ترکیې ورځپاڼې کالم لیکوال اسماعیل کاپان هم د امریکا بهرنیو چارو وزارت "د انسان د هوش په ریشخندولو" تورن کړی او د اروپايي ټولنې چوپتیا یې هم غندلې ده.
د ټي ۲۴ خپلواکې وېبپاڼې شنونکی یالجین دوګان هم وايي: "امریکا خپلې ټيکنالوجۍ سره یو ژوندی موجود او کوچنی شی پېژندلی او هر وخت پیدا کولی شي، خو ولې نه پوهېږي چې ګاره کې د دې بوږنوونکې وژنې مسوول څوک دی؟ وروستیو کلونو کې د عراق شمال له داسې ټانکونو، وسلو او مهماتو ډک شوی، چې د امریکا سوداګریزه نښه لري. "






















