افغانستان او پاکستان "د سوداګرۍ نړیوال سازمان د اصولو له مخې نوی اپټا تړون لاسلیکوي"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وایي، پاکستان ورسره منلې چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ بل تړون به د سوداګرۍ نړیوالې ټولنې د اصولو او مقرراتو په چوکاټ کې لاسلیکوي.
دا نوی تړون هغه غوښتنه ده چې افغان لوری پرې له نږدې ۴ کالونو راهیسې ټینګار کوي خو د سوداګرۍ وزارت په وینا پاکستاني لوري ورسره مخالفت کاوه.
دا په داسې حال کې ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اپټا په نوم د ټرانزېټ دې تړون قانوني معیار تر یوې بلې اونۍ پای ته رسیږي خو د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د هغه هېواد د کابینې وړمې ورځې غونډې د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ تړون د دریو میاشتو لپاره وغځاوه.
دا تړون چې تر یوې بلې اونۍ یې قانوني جواز په ختمیدو دی په ښکاره د افغان لوري د ځينو غوښتنو نه منلو له کبله د بیا تمدید یا نوي کیدو له لاسلیکه پاتې دی.
د افغانستان سوداګرۍ وزارت د پاکستان د دې اعلان هرکلی کوي او زیاتوي اسلام اباد ورسره تازه دا ژمنه هم کړې چې د اپټا نوی تړون به د سوداګرۍ د نړیوالې ټولنې د لیدلوري په چوکاټ کې لاسلیکوي.
د دې وزارت ویاند فواد احمدي په وینا تمه ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او ټرانزېټ نوی تړون د همدې دریو میاشتو په موده کې لاسلیک شي؛
"زمونږ ټينګار دا و چې په دې تړون کې باید د سوداګرۍ نړیوالې ټولنې لیدلوری شامل شي، له همدې کبله پاکستان په لومړیو کې زمونږ دا وړاندیز نه مانه خو اوس یې منلي، چې د سوداګرۍ نړیوالې ټولنې مطابق د اپټا نوی تړون لاسلیکوي، د اپټا په نوي تړون کې به د افغان سوداګرو ټولنې غوښتنې پر ځای وي او مونږ د سوداګرۍ نړیوالې ڼولنې د اصولو په چوکاټ کې ورسره مخته ځو".
دی وایي د دواړو هېوادونو ماهر ټيمونه په دې تړون کار کوي او تمه ده چې ژر به بشپړ او د دواړو دولتونو تر منځ لاسلیک شي
اپټا تړون

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان او پاکستان په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د سوداګرۍ او ټرانزېټ یا اپټا هوکړه لاسلیک کړې چې له مخې یې د خپل منځي سوداګرۍ ور ها خوا افغانستان له هند او پاکستان له منځنۍ اسیا سره سوداګري او ټرانزېټ کولی شي.
د دې لس کلن تړون د اصلاح او کتنې لپاره په تېرو لسو کلونو کې په لوړه کچه اته غونډې شوې خو افغان لوری لا هم په دې باور دی چې پاکستان له دې تړونه یو طرفه ګټه کړې او د افغانستان ګټې پکې ډېرې خوندي نه دي پاتې.
ځکه نو افغانستان چې کله هم په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې د سوداګرۍ نړیوالې ټولنې یا WTO غړیتوب تر لاسه کړ له هغه وخت راهیسې یې هڅه کړې چې اپټا تړون د سوداګرۍ نړیوالې ټولنې اصولو له مخې جوړ شي چې دا مهال یې کابل او اسلام اباد دواړه غړیتوب لري.
د سوداګرۍ نړیوالې ټولنې په چوکاټ کې دا تړون افغانستان ته له هندوستان سره د ازادې سوداګرۍ زمینو پر برابرولو سربېره څو نورې ګټې هم لري چې د افغانستان سوداګرۍ خونې په وینا پاکستان لوری ورته چندان لېوالتیا نه لري.
نوی د تړون د چا په ګټه دی؟

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي په وینا د اپټا په ختمیدونکي اوسني تړون کې ډېره ګټه پاکستان کړې خو د ده په وینا که د افغانستان غوښتنو له منلو سره بیا لاسلیک شي ګټه به یې دواړو لورو ته رسیږي:
د افغانستان سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې د اپټا په قانون کې ډېرې تخنیکي ستونزې او د پاکستان لخوا بیا بیا سرغړونې د دې سبب شوې چې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري له درې میلیارد ډالرو یو مزلیارد او درې سوه میلیون ډالرو ته ولویږي.
خو دواړو هېوادونو د سوداګریزو بنسټونو ور ها خوا په دې وروستیو کې په ډېپلوماټيکه کچه هم د دې ستونزې د حل لپاره هڅې پیل کړې دي.
د افغانستان او پاکستان بهرینو چارو وزیرانو په وروستیو تیلفوني اړیکو او روانه اونۍ بیا په کابل کې د پاکستان له سفیر سره د افغانستان بهرنیو چارو وزیر په لیدنه کې په اپټا تړون بحث یوه مهمه مسله ده.






















