لرغونې باختر خزانه ارګ کې نندارې ته وړاندې شوه
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د هېواد د یوې لرغونې تاریخي شتمنۍ، یعنی د باختر خزانې د خوندیتوب په اړه له ځینو اندېښنو وروسته یاده خزانه نن چارشنبه (د فبروروۍ لسمه) په چار چنار ماڼۍ کې نندارې ته وړاندې کړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، دا نندارتون یې د افغان کابینې د پرېکړې پر اساس او د ولسي جرګې او هېوادوالو د اندېښنو د ختمولو لپاره جوړ کړی و.
یاد نندارتون ته د کابینې غړي، د ملي شورا، مدني ټولنې او رسنیو یو شمېر استازي ور بلل شوي وو.
دوه اوونۍ وړاندې د افغانستان د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني ويلي وو، د باختر د سرو زرو خزانه دې ژر تر ژره د خوندیتوب په موخه یو معتبر هېواد ته د امانت په ډول ولېږدول شي.
ښاغلي رحماني د افغانستان بیا رغاونې څارونکې امریکايۍ ادارې سيګار وروستي رپوټ ته په اشارې ویلي وو، د کابل له هوايي ډګره نغدي پیسې قاچاق کېږي او د هغه په ټکو که "همدا ډول پراخ فساد وي، ډاډه اوسئ چې د باختر د سرو زرو خزانه به هم خوندي پاتې نشي".
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې یا سیګار په خپل رپوټ کې ویلي وو چې د حامد کرزي له هوايي ډګره په قاچاقي ډول بهرنیو هېوادونو ته له ټاکل شوې اندازې زیاتې پیسې وړل کېږي.
د افغان حکومت غبرګون

د عکس سرچینه، ARG
خو د اطلاعاتو کلتور چارسمالي وزير محمد طاهر ظهیر هغه مهال یوې خبري غونډې ته ویلي وو، دغه خزانې ته هېچا سترګې نه دي پټې کړي او څنګه چې په نورو کلونو کې خوندي ساتل شوې بيا به هم ساتل کېږي.
نوموړي ویلي وو: "د دغو کلتوري او تاريخي ميراثونو ذره ذره او دانه دانه ثبت شوې. هېڅ امکان نه لري چې څوک په کې لاسوهنه وکړي".
د ښاغلي ظهير په وينا د افغانستان دغه خزانه چې وزن يې اووه کیلو ته رسېږي په ۲۰۰۶ کال کې له هېواده بهر لېږدول شوې وه چې شاوخوا ۱۳ کاله د بهرنيو هېوادونو په ۲۹ موزيمونو کې نندارې ته وړاندې شوه او افغانستان له دې لارې له ۳۵۰ ميليونو افغانيو زياته لاسته راوړنه لرله.
ارګ هم هغه مهال د ولسي جرګې د رئيس څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي وو، د پارلمان د مشر دا څرګندونې د خواشينۍ وړ دي.
ارګ په خپره کړې وینا پاڼه کې ویلي وو، بل هېواد ته د ملي پانګې د سپارلو وړاندیز غیر مسولانه دی او د ولسي جرګې رئیس او غړو څخه یې غوښتي وو چې د ملي مسایلو په اړه مسئولانه نظر څرګند کړي او د خلکو ذهنیت دې نه خرابوي.





















