ارګ کې د باختر خزانې ننداره

د ویډیو تشریح، ارګ کې د باختر خزانې ننداره
د خپرېدو وخت

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د هېواد یوه ارزښتناکه او لرغونې شتمنۍ (باختر خزانه) د نړۍ له پنځو ارزښتناکو میراثونو ده. په چار چنار ماڼۍ کې دا خزانه نندارې ته وړاندې شوه.‌

د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، دا نندارتون یې د افغان کابینې د پرېکړې پر اساس او د ولسي جرګې او هېوادوالو د اندېښنو د ختمولو لپاره جوړ کړی و.‌

دوه اونۍ وړاندې د افغانستان د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني ويلي وو، د باختر د سرو زرو خزانه دې ژر تر ژره د خوندیتوب په موخه یو معتبر هېواد ته د امانت په ډول ولېږدول شي. زموږ همکار فرید نظري پرې دا رپوټ چمتو کړی.