خامنه اي: که امریکا ټول بندیزونه لېرې کړي ایران به هم خپلې ژمنې پوره کړي

د عکس سرچینه، khamenei.ir
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي وايي اوس ایران کولای شي چې د خپل اتومي پروګرام په اړه نړیوالې ټولنې سره د خبرو پر مهال شرایط وټاکي، ځکه چې تهران د دې تړون له مخې خپلې کړې ژمنې عملي کړې دي.
ښاغلي خامنه يي یکشنبه د ایران د هوايي ځواک له قومندانو سره د خبرو پرمهال همدا راز تور ولګاوه چې لویدیځو هېوادونو له خپلو ژمنو سرغړونې کړې دي، ځکه نو اوس ایران کولای شي چې د دې تړون د اوږدولو په اړه نوي شرایط وټاکي.
د ایران او نړیوالې ټولنې ترمنځ اتومي تړون په ۲۰۱۵ کال کې وشو خو امریکا ترې په ۲۰۱۸ کال کې ووته. اوس امریکا له تهرانه غواړي چې له خپلو اتومي فعالیتونو لاس په سر شي، او که داسې وکړي نو واشنګټڼ به یو ځل بیا د دې تړون برخه شي. خو تهران وايي، لومړی باید امریکا پرې لګولي ټول بندیزونه لري کړي.
ښاغلي خامنه یکشه د هوایي ځواک چارواکو ته خپله وینا کې زیاته کړه، په ایران کې هېڅوک هغو چټیاتو ته پام نه کوي چې ځیني نااهله امریکايي او اروپايي چارواکي یې وايي.
نوموړي وویل، همدا چارواکي وو چې د تړون په پېل کې یې د موقت وخت لپاره بندیزونه لېرې کړل، خو وروسته یې نه یوازې بیا ولګول بلکې ډېر یې هم کړل، ځکه نو هغوی نه شي کولای چې د اتومي تړون لپاره نوي شرایط وټاکي.
د ښاغلي خامنه يي په امریکا کې وروسۍ سیاسي ترینګلتیا ته په اشارې وویل، دا رسوايۍ کومه کوچنۍ موضوع نه ده، او په داسې نظر باید ورته ونه کتل شي چې ګواکۍ ولسمشر یې مناسب نه و، بلکې دا رسوایۍ د امریکا د مخینې، ځواک او ټولنیز ډسپلین د له مینځه وړولو په معنا دي.
د تهران او واشنګټن ترمنځ جنجال پر څه دی؟

د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۶ کال کې د خپلې وکمنۍ له پیله له ایران سره پر شوي اتومي تړون نیوکې پیل کې او ټینګار یې کاوه چې دا تړون د ایران په ګټه او د نړیوالې ټولنې په تاوان دی.
بلاخره په ۲۰۱۸ کال کې امریکا له دې تړونه ووته او یو ځل بیا یې پر ایران بندیزونه ولګول. د واشنګټن دې ګام په غبرګون کې ایران خپل اتومي پروګرام پراخ کړ.
یاده دې وي چې هغه مهال په دې تړون کې ښکېلو ځینو اروپایي هېوادونو د امریکا پر دې پرېکړه نیوکې کړې وې او ټینګار یې کاوه چې یوازې تړون ته ژمنتیا کولی شي چې ایران د هستوي وسلو له ترلاسه کولو را وګرځوي.
خو د نوي ولسمشر جو بایډن واک ته رسېدو راهیسې دواړه هېوادونه پر دې چنې وهي چې کوم لوری باید لومړی عملي ګام پورته کړي. امریکا له ایرانه غواړي چې له خپلو ټولو هغو اتومي فعالیتونو نه لاس په سر شي چې له تړونه یې سرغړونه بولي، او که داسې کېږي نو امریکا به په ۲۰۱۵ کال کې شوي اتومي تړون سره یو ځل بیا یوځای شي، خو تهران له امریکا نه غواړي چې لومړی بندیزونه پرې لري کړي.



















