د امریکا دفاع وزیر: افغانستان کې د دایمي سولې او اوربند ملاتړ کوو

ghani

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، خبرپاڼه وايي، دواړو خواوو په افغانستان کې د تاوتریخوالي او هدفي وژنو په ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده.
د خپرېدو وخت

د امریکا د دفاع وزیر ولسمشر غني ته ویلي، هېواد یې د داسې افغان سولې ملاتړ کوي چې پایله یې دایمي اوربند شي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د امریکا له دفاع وزیر لویډ اسټین سره په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو او د افغانستان د سولې بهیر کې پر وروستیو پرمختګونو خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې د ښاغلي اسټین له خولې ویل شوي چې حکومت یې په افغانستان کې د‌ پایېدونکې سولې ملاتړ کوي چې په وینا یې د ټولو افغانانو په ګټه وي او پایله کې یې دایمي اوربند وشي.

خبرپاڼه وايي، دواړو خواوو په افغانستان کې د تاوتریخوالي او هدفي وژنو په ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده.

د ملي مصالحې عالي شورا: طالبان د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي

عبدالله

د عکس سرچینه، Dr. Abdullah FB

د عکس تشریح، د سولې شورا مشر عبدالله عبدالله هم تېره اوونۍ ویلي و "داسې هېڅ پټه معامله نه شي کېدای چې طالبان واک ته ورسوي.

وړاندې، د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د سولې دويم پړاو خبرو ځنډېدو پړه پر طالبانو اچولې او دوی يې د سولې بهير پر وړاندې "د خنډونو په جوړولو او د افغانستان د خلکو پر ضد د جګړې په دوام" تورن کړی دی.

نژدې له درېیو اونیو راهسې په دوحه کې د افغان دولت او طالب استازو ترمنځ خبرې ټکنۍ شوې دي.

ټاکل شوې وه دواړه غاړې د خبرو لپاره اجنډا یا موضوعاګانې وټاکي، خو تر اوسه دواړه لورو د خبرو بحث لپاره ګډه اجنډا نه ده ټاکلې.

د افغانستان د سولې عالي شورا په يوه اعلاميه کې ويلي، طالبان د سولې خبرو کې د تمرکز پر ځای په فرعي بحثونو او په بهرنيو سفرونو بوخت دي.

طالبانو تراوسه د مصالحې عالي شورا د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي خو افغان حکومت او طالبانو تل يو پر بل دغه ډول تورونه پخوا لګولې دي.

ترکمنستان ته د طالب پلاوي سفر

بل خوا، په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، د طالبانو سیاسي مرستیال او قطر کې ددغه دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی ترکمنستان ته تللی دی.

ددغه دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم په یوه غږیز پیغام کې ویلي د ترکمنستان په بلنه د دې سفر موخه د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو، سیاسي پرمختګونو او نورو اړوند مسلو بحث او د نظر تبادله ده.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړو وړاندې هم د ایران او روسیې په ګډون د سیمې ځینو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.