د ملي مصالحې عالي شورا: طالبان د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي

د عکس سرچینه، Dr. Abdullah FB
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا، د سولې دويم پړاو خبرو ځنډېدو پړه پر طالبانو اچولې او دوی يې د سولې بهير پر وړاندې "د خنډونو په جوړولو او د افغانستان د خلکو پر ضد د جګړې په دوام" تورن کړی دی.
نژدې له درېیو اوونیو راهسې په دوحه کې د افغان دولت او طالب استازو ترمنځ خبرې ټکنی شوې دي.
ټاکل شوې وه دواړه غاړې د خبرو لپاره اجنډا یا موضوعاګانې وټاکي، خو تر اوسه دواړه لورو د خبرو بحث لپاره ګډه اجنډا نه ده ټاکلې.
د افغانستان د سولې عالي شورا په يوه اعلاميه کې ويلي، طالبان د سولې خبرو کې د تمرکز پر ځای په فرعي بحثونو او په بهرنيو سفرونو بوخت دي.
په دې وروستيو کې د افغان طالبانو د مرکچي پلاوي ځينې غړي روسيې او ايران ته په سفرونو تللي وو او هلته يې له يو شمېر چارواکو سره ليدلي وو.
په روسیه کې د طالبانو پلاوي په لومړي ځل د رسنیو په مخکې د ولسمشر غني د استعفا غوښتنه کړې وه، او له همدې امله په افغانستان کې بیلا بیل غبرګونونه راپیدا شول.
د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا ټینګار کړی، چې دواړه غاړې باید د اسلامي لارښوونو په چوکاټ او د نړیوالو اصولو په رڼا کې خبرو ته سره کېني او ټولو ته د منلو وړ یوه حل لاره ومومي.
د مصالحې عالي شورا دا خبرداری هم ورکړی چې که څوک د سولي له لارې پرته له کومې بلې لارې واک ته رسېدل غواړي نو دا به یې یوه تاریخي تېروتنه وي.
د سولې شورا مشر عبدالله عبدالله هم تېره اوونۍ ویلي و "داسې هېڅ پټه معامله نه شي کېدای چې طالبان واک ته ورسوي.

د عکس سرچینه، BBC/GETTY IMAGES
طالبانو تراوسه د مصالحې عالي شورا د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي خو افغان حکومت او طالبانو تل يو پر بل دغه ډول تورونه پخوا لګولې دي.
د مصالحې عالي شورا دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې افغانستان کې په وروستيو کې تاوتريخوالی زيات شوی او تېره شپه په کندوز او فارياب ولايتونو کې د وسله والو د بريد له امله د حکومت پلوه ځواکونو ۲۳ تنه وژل شوي.
تېره ورځ د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د امریکا د بهرنيو چارو له وزير انټوني بلېنکن سره کتلي و او په افغانستان کې د راتلونکو ګامونو، د ترهګرۍ له ګواښه د امریکا د خوندي ساتلو، په افغانستان کې د یو منصفانه او دوامداره جوړجاړي او دې هېواد کې پر دایمي او بشپړ اوربند يې خبرې کړې وې.
د دوی دواړو له خبرو وروسته تمه کېږي چې د افغان سولې درېدلي بهیر يو ځل بيا پيل شي.
بل بلو په دې وروستیو کې د سیاسي ډلو ترمنځ د لنډمهالي حکومت بحث تود شوی او ځینې کسان او ډلې یې په یوه ډول ملاتړ کوي.
خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني تل ټینګار کوي چې واک به یوازې د ټاکنو له لارې راتلونکی ولسمشر ته ټاکي.






















