هرات کې د ځیرې تولید په بې سارې کچه لوړ شوی

زیره
د عکس تشریح، زیره
    • Author, محمد قاضي زاده
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د افغانستان په لوېدیځ ولایت هرات کې د ځیرې (زرغونه زیره یا کرابیه) تولید په بې سارې کچه لوړ شوی.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي سږ کال یوازې له هراته د پنځلس میلیونه ډالرو په ارزښت ځیره بهر ته صادره شوې.

ځیره په نورو هېوادونو کې ډير پېرودونکي لري خو د کښت کچه یې د باران د کچې سره تړاو لري او که ورښت کم وي د تولید کچه یې هم ورسره ټیټیږي.

د ځیرې د تولید زیاتېدو سره د هرات د زاړه ښار یوه مارکیټ کې د کارګرو بیروبار او بوختتیا هم ډېره شوې ده.

چارواکي وایي تیر کال یې له هرات د څه باندې څلور نیم ملیون ډالرو په ارزښت ځیره بهر ته صادره کړې خو سږ کال یې د تولید کچه درې چنده زیاته شوې ده.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې ادارې اجرایه مشر محمد رفیع رحماني وایي:

"موږ سږ کال ۹۹۸۹ ټنه دا محصولات چې پنځلس میلونه ډالره یې ارزښت دی بهر ته لیږلي دي. دا مو د نړۍ مختلفو هېوادونو لکه عراق، امارات، اردن، لبنان، او دا راز اروپا کې اطریش او ډنمارک ته صادر کړي دي. "

ستونزې څه دي؟

زیره

یوشمېر هغه سوداګر چې د ځیرې د صادرولو کاروبار لري وایي، که دولت یې لاس ونیسي او مرسته ورسره وکړي دا محصولات به ګڼو نورو اروپایي هېوادونو ته هم صادر کړي.

غلام حیدر نیکزاد- چې ځیره ترکیې او پاکستان ته صادروي- وایي، په دې برخه کې اصلي ستونزه د کروندګرو لپاره دا ده چې تراکتورونه نه لري:

"که کومک ورسره وشي ډیر به ښه شي او د تاجر لپاره بیا مشکل دا دی چې بازار مناسب نشته. کم صادریږي. که بازار پيدا شي موږ یې ډیرو اروپایي هیوادونو ته هم صادرولی شو))

ځیره د غنمو په شان هر کال کرل کیزي او له همدې کبله کروندگر وایي تراکتور ته د یوې یا قولبې لپاره اړتیا لري.

چارواکي او کروندګر وایي سږ کال ځکه د زیرې تولید ډیر شوی چې تیر پسرلي کې بارانونه ډیر وشول.

ځیره کوم ډول سیمه کې تولیدېږي؟

زیره

کروندګرو نوروز- چې د ځیرې د تولید په برخه کې ډیره تجربه لري- وایي: "زیره په هغو سیمو کې ډیره تولیدیږي چې توده هوا او نرمه ځمکه ولري او باران ډیر وشي."

په دې وروستیو کې د افغانستان د هواپوهنې ادارې وړاندوینه کړې چې سږ کال به افغانستان کې د ورښت کچه کمه وي.

دا ښه خبر نه دی خو معمولا د هوا پیژندنې وړاندوینې د احتمالاتو پر بنسټ ولاړې وي او که ورښت راتلونکي پسرلي کې ډیر وشي نو بل کال به هم افغانستان کې د زیرې د تولید کچه هم لوړه وي.