ننګرهار کې د طالبانو موټربم برید اته افغان سرتېري وژلي

د خپرېدو وخت

د افغانستان ختیځ کې د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د شېرزادو ولسوالۍ ګندمک سیمه کې نن ګهیځ د امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز موټربم برید شوی چې لږترلږه د عامه نظم اته سرتېري پکې وژل شوي دي.

د ننګرهار ځايي چارواکي یوازې همدومره مني، چې موټربم برید شوی او مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.

خو د ننګرهار د ولایتي شورا يو غړی اجمل عمر د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزي ته وويل، په پوسته کې تر ۱۲ سرتېري وژل شوي دي.

ښاغلي اجمل زیاته کړې، په نښه شوې پوسته کې تر ۱۸ افغان سرتېري وو چې تر اوسه د ۴ ژوبلو شویو درک شوی او نور تري تم دي.

ځينو ځایي سرچينو هم د مرګ ژوبلې شمېره ډېره ګڼلې ده او ويلي یې دي بريد هلته پراخه ويجاړي رامنځته کړې ده.

طالبانو ويلي برید دوی کړی او تر ۵۰ سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، برید د دوی یوه ځانمرګي بریدګر پر هغو ځانګړو ځواکونو کړی چې ننګرهار کې د طالب جنګیالیو پرضد یې د عملیاتو دنده لرله.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر پر فیسبوک لیکلي، برید د ګندمګ اړوند ترازو په نامه پوسته د هاموې په مټر شوی.

بل خوا دغه سرچینه وايي، د شېرزادو بلال جومات سره نژدې امنیتي ځواکونو له چاودېدونکو توک ډک مازدا موټر، چې ښار ته د چاودلو لپاره بوتلل شي، موخې ته تر رسېدو مخکې نیولی دی.

شېرزاد د ننګرهار یوه له ناامنو ولسوالیو ده چې دا ډېر کلونه یې ګڼې سيمې د وسله والو طالبانو په لاس کې وې، خو له تېرو دوه کلونو راهيسې ځينې سيمې حکومت ونيولې او هلته یې خپلې پوستې ځای پرځای کړې.

کابل کې دوه چاودنې

له دې سره د کابل پولیسو نن سهار پلازمېنه کې هم د دوو چاودنو خبر ورکړی دی.

امنیتي سرچینې وايي لومړۍ چاودنه پنځمه ناحیه کې د پولیسو پر موټر شوې خو مرګژوبله نه لري.

دویمه چاودنه څلورمه ناحیه کې پر یوه شخصي موټر شوې او ویل کېږي څلور کسان پکې ټپي شوي دي.

د تېرو نورو ورته پېښو په څېر تر اوسه د دغو چاودنو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

طالبانو دا برید داسې مهال کړی، چې مسکو ته د سفر پرمهال قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي ویلي وو، ښاغلي د افغانستان اوسنی حکومت د سولې پر وړاندې خنډ دی او اشرف غني حکومت باید ختم شي.

خو په ځواب کې یې اېسپېن امنيتي فورم يا غونډې ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ښاغلي ستانکزي خبرو ته په غبرګون کې طالبان تورن کړل چې د سولې اراده نه لري.

ښاغلي غني همداراز د موقت حکومت جوړېدل هم رد کړي چې وايي نتیجه یې وینه تویېدنه ده.