ننګرهار کې چارواکي: درې ځانمرګي مو ونیول

د خپرېدو وخت

د افغانستان په ننګرهار کې چارواکي وايي، درې ځانمرګي بریدګر یې ونیول چې غوښتل یې په جلال اباد ښار کې موټر بم چاودنه او ډله ییز ځانمرګی برید وکړي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر اعلامیه وايي، دا بریدګر د ملي امنیت کسانود جلال اباد ښار په دریمه ناحیه کې ونیول.

په اعلامیه کې د نیول شویو کسانو نومونه هم ښودل شوي دي:

"عبیدالله د کندهار، سید ابرار د لغمان او نصیب الله د کوټې د چمن اصلي اوسیدونکي دي".

چارواکي وايي، په موټر بم(کرولا) کې دغو وسلوالو تر ۱۵۰ کیلوګرامه باروت ايښي وو.

د ننګرهار والي ګلاب منګل په دې تړاو له رسنیو سره خبرو کې وویل، چې دې کسانو د ډیورنډ "کرغېړنې" کرښې اخوا د برید پلان جوړ کړی و.

"دا خبره واضح ده چې برید پاکستان کې پلان شوی و، د سجاد په نوم یوه پاکستاني دا کسان برید ته هڅولي وو".

د نوموړي په خبره، موټر باید په ګڼه ګوڼه کې چاودنه کړې وی:

"کله چې د پېښې ځای او د ټپیانو لپاره ډېر خلک راټول شوي وی، نو نصیب الله غوښتل چې په نوې بڼه جوړ شوي ځانمرګي واسکټ سره برید وکړي".

د ښاغلي منګل په خبره، د دې لپاره چې نصیب الله موخې ته ورسېږي واسکټ داسې جوړ شوی چې په ملا پوري باروت تړل شوي و:

" پخوا به دا مواد په سینه پورې تړل کېدل".

که څه هم دغه کسان د سې شنبې په ورځ رسنیو ته ښکاره کړل شول، خو چارواکي وايي، درې ورځې مخکې یې نیولي دي.

په دې وروستیو کې وسلوالو په پکتیا، غزني او کندهار کې ډله ییز بریدونه وکړل چې له امله یې له دوو سوو ډېر کسان ووژل شول.

د ننګرهار خلک په دغه ولایت کې له زیاتېدونکې ناامنۍ شکایت کوي.

وخت ناوخت د دغه ولایت په مرکز جلال اباد کې هم هدفي وژنې کېږي.

څه مهال مخکې د جلال اباد ښار روغتیاپالو د هغه څه له امله چې ناامني یې بولي کاربندیز وکړ.

د دوی کاربندیز د عامې روغتیا وزیر په دې ژمنې سره پای ته ورسېد چې امنیت به یې خوندي کېږي.