د 'باختري خزانې' په اړه د ولسي جرګې اندېښنه او د اطلاعاتو کلتور وزارت غبرګون

د خپرېدو وخت

د سرو زرو خزانې مشهورې باختري خزانې د لېږد په اړه د ولسي جرګې مشر خبرو غبرګونونه راپارولي. د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ وايي له مودو راهسې د باختر د سرو زرو خزانه په کور دننه ساتل شوې او اړتیا نشته چې نورو هېوادونو ته دې د خوندیتوب لپاره ولېږدول شي.

دغه وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ وروسته تر هغه په دې اړه غبرګون څرګند کړ چې تېره ورځ د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني وويلي، د باختر د سرو زرو خزانه دې ژر تر ژره د خوندیتوب په موخه یوه معتبر هېواد ته د امانت په ډول ولېږدول شي.

د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني د افغانستان بیا رغاونې څارونکې امریکايي ادارې سيګار وروستي راپور ته په اشاره ویلي وو، چې د کابل له هوايي ډګره نغدي پیسې قاچاق کېږي او د هغه په ټکو که "همدا ډول پراخ فساد وي، ډاډه اوسئ چې د باختر د سرو زرو خزانه به هم خوندي پاتې نه شي".

د اطلاعاتو کلتور چارسمالي وزير محمد طاهر ظهیر یوې خبري غونډې ته وویل، دغه خزانې ته هېچا سترګې نه دي پټې کړي او څنګه چې په نورو کلونو کې خوندِ ساتل شوې بيا به هم ساتل کېږي.

نوموړی وايي: "د دغو کلتوري او تاريخي ميراثونو ذره ذره او دانه دانه ثبت شوې. هېڅ امکان نه لري چې څوک په کې لاس وهنه وکړي".

د ښاغلي ظهير په وينا د افغانستان دغه خزانه چې وزن يې اووه کیلو ته رسېږي په ۲۰۰۶ کال کې له هېواده بهر لېږدول شوې وه چې شاوخوا ۱۳ کاله د بهرنيو هېوادونو په ۲۹ موزيمونو کې نندارې ته وړاندې شوه او افغانستان له دې لارې له ۳۵۰ ميليونو افغانيو زياته لاسته راوړنه لرله.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د څار یا سیګار ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي و چې د حامد کرزي له هوايي ډګره په قاچاقي ډول بهرنیو هېوادونو ته له ټاکل شوې اندازې زیاتې پیسې په قاچاقي ډول وړل کېږي.

د ولسي جرګې د رئيس دې خبرو ته ارګ په غبرګون کې ویلي د پارلمان د مشر څرګندونې د خواشينۍ وړ دي.

ارګ په خپره کړې وینا پاڼه کې ویلي، بل هېواد ته د ملي پانګې د سپارلو وړاندیز غیر مسولانه دی او د ولسي جرګې رئیس او غړو څخه یې غوښتي چې د ملي مسایلو په اړه مسوولانه نظر څرګند کړي او د خلکو ذهنیت دې نه خرابوي.